له پوزې د وينې بهيدنې لاملونه، مخنيوی او درملنه

۱- پېژندنه: د پوزې څخه د وينې بهېدنې ناروغۍ ته په انګلېسي کې Nosebleed وايي او علمي نوم يې Epistaxis دی. هر کله چې د کومې ضربې له امله او يا هم په ناڅاپي ډول د پوزې له سوريو پا سپوږمو څخه وينه بهيږي، ورته د پوزې د وينې ناروغي يا Nosebleed وايي.
 
د پوزې څخه د وينې بهېدنه دوه لاملونه لري:
لومړی: د فزيکي ضربې، ټکر، په پوزه کې د ټپ او يا بل څرګند لامل په اساس له پوزې وينه ځي.
دويم: ځيني وخت پرته له توجه له پوزې وينه بهيږي، چې لاملونه يې داخلي وي. له پوزې د وينې بهېدنې ناروغي ډېره د اندېښنې وړ نه ده، په سلو کې لس سلنه دغه ناروغي خطرناکه او د اندېښنې وړ ده. دغه ناروغي تر ډېره په ماشومانو او ځوانانو کې عامه ده. له درې کلنۍ څخه بيا تر لس کلنۍ پورې ماشومان او ځوانان په دې ناروغۍ ډېر اخته کيږي.
 
۲- له پوزې څخه د وينې بهيدنې يا Nosebleed لاملونه:
- وچه هوا: د وچې هوا تنفس د پوزې څخه د وينې بهېدنې د ناروغۍ يوه عمده لامل دی. وچه هوا د پوزې دننه د خارښت سبب کيږي، نو هر کله چې د خارښت له امله پوزه ګرول کيږي، شونې ده چې له پوزې څخه وينه جاري شي.
- فزيکي ضربه: له بهرني شي سره د پوزې ټکر، په پوزه باندې بوکس خوړل، د موټر او يا بلې ټرانسپورټي وسيلې له امله ټکر، د پوزې دننه زخم او ټپ د پوزې څخه د وينې د جريان څرګند او فزيکي لاملونه دي.
د هوا ګرمېدل: د ډېری خلکو له پوزې څخه هغه وخت وينه بهېږي، چې په مستقيمه توګه د لمر له وړانګو سره مخ شي او يا هم هوا د لمر له امله ډېره ګرمه وي.
- حساسيت: ځيني خلک له ځانګړي بوی سره حساسيت لري. هر کله چې د ځېنو شيانو بوی حس کړي نو له پوزې څخه يې وينه بهيږي.
- کيمياوي مواد: د يو شمېر کيمياوي موادو بوی کول، حس کول او لېدل هم د پوزې څخه د وينې د بهېدو لامل کيږي.
- پرنجېدل: په ځينو کسانو کې په پرله پسې ډول پرنجېدل، د پوزې څخه د وينې بهېدنې سبب کيږي.
- درمل: په زيات مقدار سره د اسپرينو او يو شمېر نورو درملو خوړل هم د پوزې څخه د وينې د بهېدو لامل کيږي.
- ځينې ناروغۍ: د وينې لوړ فشار، سرطان، د وينې د جريان سېسټم ګډوډي او د وينې غوټه کېدل يې نور لامولونه دي.
 
۳- له پوزې څخه د وينې بهيدنې يا Nosebleed تشخيص: که چېرې له پوزې څخه وينه د مالوم فزيکي ټکر او ضربې له امله وي، نو بيا د اندېښنې وړه نه ده، خو که چېرې پرته له کوم څرګند لامل څخه له پوزې وينه راځي او هغه هم په تکراري ډول سره نو بيا بايد لاندې چارې تر سره شي.
- د وينې معاينه او ټېسټ
- د پوزې دننه د پوزې د سوريو انډوسکوپي
- د پوزې د داخلې ساختمان سي ټي سکن او يا هم اېکسرې
 
۴- له پوزې څخه د وينې بهيدنې يا Nosebleed مخنېوی:
- په کورونو کې د humidifier يا د هوا تصفيه کوونکي کارول، ترڅو هوا مرطوبه وساتي
- په فشار او ډېر دننه په پوزه کې د ګوتو له وهلو ډډه کول
- د اسپرين درملو څخه په کمه اندزه ګټه اخېستنه. اسپرين وينه نازکه کوي او له پوزې څخه د وينې بهېدنې ناروغي منځ ته راووړي.
 
۵- له پوزې څخه د وينې بهيدنې يا Nosebleed درملنه:
- هر کله چې په کور يا دفتر کې ياست او له پوزې وينه بهېږي، نو د پوزې پسته برخه په ګوتو د لسو دقيقو لپاره کلکه ونېسئ، په داسې ډول تکيه وکړی چې ورميږ مو لاندې وي. د پوزې پر ځای په خوله باندې ساه واخلئ.
 
- د پړ مخې څملاستلو ډډه وکړئ. پړ مخې څملاستلو له امله د پوزې وينې معدې ته ځي، چې په معده کې د نورو ستونزو او ناروغيو سبب کيږي. هر کله مو چې پورتنۍ طريقه عملي کړه نو له لسو دقيقو وروسته د پوزې سوري خلاص کړئ او وګورئ چې وينه درېدلې او کنه، دغه کړنه تر هغه عملي کړي، ترڅو چې وينه ودرېږي.
- د پوزې په پورتنۍ برخه باندې د يخو ټوټه او يا بل سوړ شی ونېسئ، دغه کړنه هم کولی شي، چې د پوزې وينه بنده کړي.
- که چېرې په دې هر څه مو د پوزې وينه بنده نه شي، نو بيا غوره ده چې له اړوند ډاکټر سره وګورئ، ترڅو له پوزې څخه د وينې بهېدنې لامل پيدا او په طبي ډول يې درملنه وشي.