هغه پنځه نشه يي توکو چې په کم وخت کې انسان وژني

ټول نشه - يي توکي د اسلام په مبارک دين کې حرام دي. د اسلام مبارک دين چې په څه د حلال حکم کوي هم په کې د انسان ګته ده او که په کوم څيز د حرام حکم کوي نو بيا هم د انسان فايده په کې نغښتې ده.

په اوسني وخت ساينس او طب هم ثابته کړې ده، چې له نسوارو او سګرېټو نيولي، بيا تر چرسو، شرابو، ترياک، کرسټال او نورو پورې د انسان په عصبي سېسټم بد اغېز کوي، ژوند ګواښي، نااعلاجه ناروغۍ منځ ته راوړي او تر دې چې د مرګ په لورې انسان رهي کوي.

دې ليکنه کې هغه پنځه نشه يي توکي درته په ګوته کوو، چې په کارونې سره يې د مرګ شونتيا په کم وخت کې شونې ده.

۱- کوکائين Cocaine: کوکائين د کوکا په نوم له يو بوټي څخه لاس ته راوړل کيږي. کوکائين د نشې په موخه ژول کيږي او همدا ډول په روغتونونو کې د سختو جراحي عملياتو په وخت کې درد د کموالي په پار ورڅخه ګټه اخېستل کيږي. د کوکائين کارونه انسان معتاد کوي او له اعتياد وروسته د روغتيا پر وړاندې وژنکې وسله ده. د کوکائينو په استعمال سره مغز په لومړيو کې د دوپامين dopamine په نوم يوه ماده ترشح کوي، چې انسان ته د راحت احساس ورکوي. خو له څه وخت وروسته مغز وچيږي او مرګ تر دروازې راځي.

۲- هروئين Heroin: هروئين د پوډرو په شکل کې پيدا کيږي او بيا يې د استعمال لارې بېلا بېلې دي. هروئين هم څکول کيږي او هم په اوبو کډيږي او بيا د پيچکارۍ له لارې وجود ته دنه کيږي. هروئين وجود ته د راحت احساس ورکوي؛ درد، غم او پريشاني په مکمل ډول سره هيريږي. داسې وخت هم راځي، چې د هروئين په کارونې سره د ساه اخېستل هم هير شي او انسان ووژني.

۳- شېشه Crystal: له دې نوم سره به له تېرو څو کالونو راپدېخوا اشنا شوي وی. شېشه د نشې يو نوی ډول دی. اصلي نوم يې Methamphetamine دی، خو د عامو خلکو ترمنځ دشېشې يا کرسټال په نوم سره ياديږي. شېشه په مکمل ډول سره غېر قانوني ده. له کوکائين او هروئين څخه په دوا او طب کې هم ګټه اخېستل کيږي خو له شېشې څخه نه اخېستل کيږي. شېشه په خپل ترکيب کې الکول، تيزاب او د اډهېډاراس په نوم ماده لري. د شېشې په کارونې سره خوب تښتې، مغز ضعيف کيږي او د انسان غوښه او عضلې په ضعف پيل کوي. د شېشې وژنکې پايله د وينې د کوچينو رګونو يا عروقو تخريب دی، کله چې عروق تخريب شي نو د وينې سېسټم له کاره لويږي او روږدی کس مري.

۴- ارغواني څښاک Purple Drink: ارغواني څښاک د ټوخي له شربت او د سوډا له ګډ ترکيب څخه منځ ته راځي. ځکه ورته ارغواني څښاک وايي، چې له ترکيب وروسته يې رنګ ارغواني شي. د ارغواني څښاک په کارونې سره خبرې په لړزه سره کيږي، د زړه ضربان سست شي او د خيال او وهم احساس ډېر شي. ارغواني څښاک هم په تدريج سره وژنکی دی، خو که له شرابو او الکولو سره ګډ شي، نو بيا يې د مرګ شونتيا سلو ته نېږدې شي.

۵- فلاکا Flakka: فلاکا د شېشې ماتو ټوټو ته ورته نشه يي توکي دي. په کارونې سره يې د زړه ضربان زياتيږي او احساسات بې کنټروله کيږي. فلاکا په رواني حالت باندې بد اغېز کوي، د مغزو او وجود اړيکه سره پرې کوي. فلاکا د زړه عادي او نارمل ضربان ډېروي، چې په دې سره زړه په غېرې نارمل ډول سره وينه پمپ کوي او پايله کې زړه حرکات له لاسه ورکوي او انسان د فلاکا په اساس مړ کيږي.