يوه ارزونه: د افغانستان د معدن په سکتور کې د شخړو او سياسي اقتصاد ابعاد

سریزه
دا ژباړه د معدن د سکتور په هکله زما د پخوانیو لیکنو او څیړنو برخه ده، دوه کاله مخکې ترتیب شوې وه او دادی اوس یې د لږ بدلون سره بیا له ګرانو لوستونکو سره شریکوم او خدای ج د وکړي چې اړونده خلک او چارواکي ورنه ګټه واخلي.
 
د معدن سکتور ګټې او ننګونې
ټولو ته معلومه ده چې منرالي زیرمې که سمې راو ایستل شي او په سمه توګه په کار واچول شی نو د یوه هیواد له پرمختګ او اقتصادي او ټولنیزې ودې سره زیاته مرسته کولئ شي. خو ستونزه داده چې د وروسته پاته هیوادونو لپاره دا څه اسانه خبره نده او که ښه پام ورته ونشي، د سکتور ښه رهبري او مدیریت ونشي، پوره روڼوالئ (شفافیت)، حساب ورکول او غوښتل نه وي، چاپیریال او ځایي خلکو ته پوره پاملرنه ونشي نو کیدئ شي هیواد له سترو زیانونو سره  مخ کړي. دا لاندې ژباړه د هغې یوې لیکنې لمړۍ برخه ده چې زموږ په هیواد کې د معدنونو د را ایستلو او ورڅخه د ګټې اخیستلو په باب لیکل شوې ده. هیله ده چې ګران هیواد وال به ورڅخه پوره ګټه واخلي.
 

  • افغانستان زیاتې منرالي زیرمې لري، چې ښې اقتصادي پایلې لرلئ شي خو همدارنګه ممکنه تاوانونه هم لرلئ شي چې ورته د زیرمو لعنت (Resource Curse)هم وایي چې ډېری یې  په  ملي اقتصاد، پرمختیایي کارونو، پولي مدیریت، په حکومتولۍ، سیاسي چارو او د شخړو زیږولو په باب منفي تاثیرات دي. 
  • تر څو چې د پروژو د مسلکي جوړولو، د قراردادونو د مناسب مدیریت، نظارت، راپور او حساب ورکولو پوره ظرفیت په هیواد کې نه وي رامنځته شوی باید له سترو پروژو سره احتیاط وشي او له بیړې کار وانه خیستل شي. دا ځکه چې د معدن سکتور پروژې که هر څومره سترې هم وي اشتغال زایي یې کمه وي، خو په سیاسي، اداري، حکومتولۍ، مدیریتي او نورو چارو کې یې ننګونې زیاتې وي
  • د سیاسي لیږد بریالیتوب په راتلونکو کلونو کې او همدارنګه سیمه ایز جیوپولیتیکي عوامل به  د افغانستان په ترځمکې لاندې زیرمو عمده اغیزه وکړي
  • د سترو زیرمو لکه د عینک مسو او د حاجیګک د وسپنې کانونو لپاره، د افغانستان حکومت د اعتبار وړ مزایدې وکړې ترڅو یقیني کړي چې له بهرنیو کمپنیو سره قراردادونه د افغانستان په ګټه وي
  • د غوره لارو تمرین د سترو زیرمو لپاره باید دوام وکړي ترڅو چې نور هم ټینګښت ومومي، خو کیدئ شي په ګټه اخیستنه کې نور ځنډ هم راشي، او ټولې پوره ګټې ته لاسرسئ ممکن زیات نور وخت هم ونیسي
  • د نورو سترو او منځنۍ کچې زیرمو څخه ګټه اخیستنه ممکنه ده د هغو افغاني کمپنیو د  ګډو  هڅو په پایله کې چې سیاسي تړاو لري او له محلي زورواکانو، یا ځینې وختونه له جرمي جالونو (شبکو) سره چې له فاسدو چارواکو او بلوا کوونکو سره اړیکې لري ترسره شي. د خپلوئ پالل کیدئ شي د لږ وخت شخړې کمې کړي، خو په اوږد مهال کې د پراخه فساد خطر زیاتوي او لا اوږدمهاله شخړې ورڅخه راولاړې کیدئ شي
  • د دې زیرمو لپاره، په لمړیتوبونو کې باید په قراردادونو کې روڼتیا او د کمپنیو د مالکیت روښانتیا؛ د مختلفو زیرمو لپاره د  لمړنيو مالي محدودیتونو ټاکل ( د مثال په توګه د  څو سلنه فیس ټاکل) ترڅو د را ایستونکو لپاره تر حده په زیاته کچه د ګټې ټاکلو خطر راکم شي؛ او د مجرمو عناصرو او د ورپورې تړلو  درغلیو مخه نیول او نور شامل دي.
  • د وړو، متمرکزو، د لوړ قیمت لرونکو (لکه قیمتي ډبرو)، په  غیر رسمي شکل را ا یستل چې غیر فني تخنیکونه په کار اچوي ترزیاتې کچې له غیر قانوني صادرولو او تجارت سره یوځای وي او محلي زورواکان په کې دخیل وي، چې د یو څه وخت لپاره ثبات راوستئ شي خو کله چې چنې وهنې بیا پیل شي او یا نوي بازي کوونکي کسان په کې داخل شي، نو فساد ته لا ژورې ریښې ورکوي او هم نوې شخړې رامنځته کولی شي.
  • د دې زیرمو لپاره په راتلونکي کې باید په کراره کراره د منظم کولو د لوایحو چوکاټ اصلاح؛ د کمې سلنې فیس ټاکل ترڅو شته فعالیتونه رسمي کړي تردې چې زیرمې و بهرنیانو ته په ټیکه ورکړې شي؛ تخنیکي مرستې ترڅو زیات موثر را ایستل شوني کړي؛ او د افغانستان په د ننه کې و پروسس کولو او په ارزښت ورزیاتولو باندې پانګونه وشي او تشویق شي.
  • په پایله کې، نور تحلیلي کار ته اړتیا ده ترڅو په افغانستان کې د معدن د سکتور په سیاسي اقتصاد او په شخړو باندې  د دې سکتور په اغیزو پوه شو.
  •  
د دې ممکنه ګټو په وړاندې د ادعاشوي (د زیرمو لعنت) چې ډېر وختونه د قوي نهادونو او د موثر قانون حاکمیت نلرونکو هیوادنو د ځمکې لاندې زیرمو د را ایستو سره تړاو لري مطرح دئ. په ملي اقتصاد ناوړه اغیزه  چې ورته ( Dutch Disease) وایي او په ډول ډول سیاسي او اقتصادي ساحو بد اثر کوي لکه: پرمختیایي ( په نورو سکتورونو کې نسبي لوړوالئ له لاسه ورکول، د چاپیریال خرابي چې ستره ستونزه وي)، پولي ( د مصرفونو تغیر، د نورو عوایدو د تنظیم لپاره کمه پاملرنه)، حکومتولي ( د سترو درغلیو خطر، د عوایدو غلطې خواته میلان، د حساب ورکولو کمښت)، سیاسي ( د ټولنیز قرارداد کمرنګه کولو خطر چې خلکو ته د سیاسي حساب نه ورکولو په واسطه رامنځته کیږي)، او شخړې (د بیوزلو شکایتونه، په ډیرو شیانو کې شخړې) او نورې بدې اغیزې په مختلقو هیوادونو کې په مختلفو کچو لیدل شوي دی.
 
زیات هغه هیوادونه چې په نړۍ کې د طبیعي زیرمو لرلو په لمړي کتار کې راځي، خو رڼه او شفاف قوانین او مقررات، حکومتولي، د حساب ورکولو سیستمونه، قوي ملي او دولتی بنسټونه ونه لري، په فساد کې لانور لاهو شي او بیا یې نجات خورا ستونزمن کار وي. ښه مثالونه یې نایجریا، کانګو او ځینې نور هیوادونه دي، چې په نړۍ کې د زیاتو تیلو، الماسو، او نورو معادنو ذخیرې لري خو فقر پکې خورا زیات او ځان نه شي اداره کولی. دوی په حقیقت کې د منابعو په لعنت اخته شوي دي.
 
په افغانستان کې د معدن سکتور حالت، ګټې او ننګونې
د کانونو را ایستل تراوسه په افغانستان کې محلي، ترډېره غیر رسمي، او اکثره د وړې کچې سکتور دی، په زیاتیدونکې توګه د ممکنه اقتصادي پرمختګ وسیله او د حکومت د عوایدو د زیاتوالي یوه سرچینه ګڼل کیږي. افغانستان د ځمکې لاندې زیرمو باندې ښه نازول شوی دی، خو په افغانستان کې د ننۍ تکنالوجۍ په مرسته کومه منظمه ګټه اخیستنه نده شوې او پلټل یې په لمړیو قدمونو کې دي. له نورو اقتصادي فعالیتونو او د زیات کار او اشتغال د خلق کولو سره یې اړیکې هم په لید لوري کې ځای لري، د زیرمو د دهلیزونو د ودې چې په هغو کې به له ډول ډول زیربناوو څخه ګټه اخیستله کیږي او د سیمه ایز ترانسپورت او تجارتي فرصتونو ته به لاره اواریږي، زیات مهم بحث دی خو زیاتې پانګونې، ستراتیژيکو پلانونو او د زیاتو سکتورونو ګډ کار ته اړتیا لري، دمثال په توګه هغه ترانسپورت او ترانزیت چې د مس عینک، حاجی ګک او نورو سترو کانونو د استخراج سره رامنځته کیدی شي، ورسره د هستوګنې د ځایونو، ښارګوټو او نورو په نښلولو سره اقتصاي دهیلیزونه رامنځته کیږي چې دا نن سبا یو نړیوال بحث دی. دا بحث د افغانستان په اقتصاد، وظیفو، بودجې او په سیمه ایز پرمختګ یې مثبتې اغیزې او نور د نړیوال بانک او نورو په مرسته مطالعه شوي دي خو اړتیا ده دوام ورکړل شي او مالکیت یې د افغانستان دولت او خلک ترلاسه کړي.  
 
د معدن څخه ګټه اخیستو ته باید په افغانستان کې د نیمې پیړۍ د اوږدو شخړو، د جنګي اقتصاد د راپورته کیدو او د وړو په اسانۍ سره د ګټې اخیستنې وړ زیرمو چې د شخړو د دوام بودجه برابروي‎، خپله د زیرمو د کنترول په سر شخړو، په مفهوم کې وکتل شي. له دې وراخوا، د سیاسي اقتصاد او شخړو ځینې نور ګډ عواقب او اغیزې هم شته چې له نورو طبیعي زیرمو سره لکه د چارتراشو قاچاق، د غیر قانوني تریاکو، او له بودجې څخه بهر د سترو نظامي قراردادونو شتون په دې لړۍ کې راځي (دا مسئله د پخوانیو کلونو حالت بیانوي).
 
کیدی شي، ځینې چارواکي به اوس ووایي چې موږ خو پاک یو، فساد نشته او له درغلیو سره مبارزې ته تیار یو، خو خبره داده چې په ټول نظام کې حساب ورکول، د غوره حساب ورکوونکي سیستم، منل شوو قوانینو او مقرراتو، ښې حکومتولۍ، روزل شوو او په ځان بسیا کادرونو، مستقلو او له سیاسي معاملو فارغو بنسټونو ته اړتیا لري. دا یوازې د یو څو پاکو مشرانو کار نه دی، که دوی هر څومره پاک هم وي، که یو قانوني منل شوی چوکاټ او د حساب ورکولو مستقل سیستم، مستقله غیر سیاسي قضائیه قوه، وړتیا لرونکې اجرائیه قوه او ورباندې نظارت کوونکې مقننه قوه شتون ونه لري، د قواوو تفکیک روښانه نه وي، ممکنه نه ده چې حساب ورکول د دوام وکړي او د منافعو له تضاد سره د مبارزه وشي. تاریخ دا ښودلې ده، او یوه مشهوره خبره ده چې ښه سیستم خراب خلک سموي، خو خراب سیستم ښه خلک خرابوي. کله چې حساب او کتاب روښانه نه وي، د دولتی کارکوونکو معاشونه هم لږ وي، زیات پاک خلک چې شپه او ورځ زیار کاږي، د زمانې په تیریدو ځانته کرار کرار حق ورکوي، چې لږ څه ځانته ورکړي، په همدې توګه یې نفسونه د تذکیې په ځای خرابې خواته درومي او تر څه وخت وروسته د مرحوم مولوي صاحب خالص په خبره اوښان وهي په بډه.
 
دا مضمون د زیرمو مختلف ډولونه تربحث لاندې نیسي، او بیا ځینې وړاندیزونه کوي ترڅو د پالیسي لپاره یو څه لارښود شي. دغه مضمون په دې پراخه خو مهمه ساحه کې یوازې یو لمړني سفرپیلوي.
 
نوربیا.....