کوم يو ډېر کلسيم لري؛ شیدې که مستې؟

شیدې که مستې؛ کوم یو زیات کلسیم لري؟
کلسیم ھغه ضروري معدني عنصر دی چې وجود ورته د رنګارنګ فعالیتونو لپارہ اړ‎تیا لري.
د بېلګې په توګه: 
• د ھډوکو او غاښونو ودہ او غښتلوالی؛ 
• د زړ‎ه، شریانونو او مغز د رنځونو د مخنوي لپاره لکه - د وینې لوړ فشار،  غوړ‎ (کلیسترول) کنترولول؛ 
پدې بناء ډېرہ اړ‎ینه دہ چې  باید ھغه خواړ‎ه زیات وخوړل شي کوم چې د کلسیم کچه لوړ‎ه لري. لبنیات د کلسیم اساسي توکي بلل کېږ‎ي چې ھرہ ورځ باید ورڅخه ګټه واخېستل شي.  له ھمدې لبنیاتو څخه تر ټولو زیات کلسیم په شیدو او مستو کې شتون لري. اوس تل دا سوال کېږ‎ي چې ایا شیدې زیات کلسیم لري او که مستې؟

په ساده ژبه باید و وایم چې شیدې د مستو په پرتله زیات کلسیم لري: 
سل ګرام شیدې ۱۲۵ ملي ګرام کلسیم لري او بيا سل ګرام مستې ۸۵ ملي ګرام کلسیم.
نو پر دې بنسټ شیدې د کلسیم په لرلو کې بډايه  خواړ‎ه دي او له مستو څخه يې د کلسيمو کچه لوړه او ډېره ده. 

که چیرته نورې روغتیايي ګټې يې په نظرکې ونیول شي نو بیا مستې د شیدو په پرتله د  لکتوز  ښه ځواب  دی. لري؛ ھغه څوک چې له لکتوز سره حساسیت لري باید مستې وخوري. (د لکتوز حساسیت د نس درد، د کلمو اویښتل ، پیچش، اسھال دی. 
•د شيدو په پرتله د مستو هضمېدل اسانه دی؛ 
•مستې د ھاضمې جھاز پاک او مینځلی ساتي؛ 
•مستې په معدہ او کلمو کې د میکروب د سرایت مخنیوی کوي.