په شلمه مېلادي پيړۍ کې د امريکا او روسيې ترمنځ د ښو او بدو اړيکو لاملونه او علتونه مالوم وو- له ۱۹۱۴ بيا تر ۱۹۱۸ پورې لومړۍ نړيواله جګړه وه؛ ورپسې له ۱۹۳۹ بيا تر ۱۹۴۵ پورې دويمه نړيواله جګړه راونه وه او له ۱۹۴۷ څخه بيا تر ۱۹۹۱ پورې د امريکا او پخواني شوري يا اوسنۍ روسيې ترمنځ سړه جګړه سره پيل شوه.
د شلمې ميلادي پېړۍ په وروستۍ لسيزه (۱۹۹۱ - ۱۹۹۹) کې د امريکا او روسيې اړيکې د بل هر وخت په پرتله ډېرې سره ښې او نېږدې شوې او دا ځکه چې دې وختونو کې شوروي يووالی مات، روسيه کمزورې شوې او امريکا نور روسيې ته د خپل سيال هېواد په سترګه نه کتل. د ۲۱ مې پيړۍ په راتګ سره بيا تر نن پورې؛ امريکا او روسيه د يو او بل د ملي ګټو پر وړاندې غټ خنډونه دي او د ملي ګټو پر سر يې؛ سياسي، ډېپلوماټيکې او اقتصادي اړيکې تر بد او منفي اغېز لاندې ځي - راځي.
امريکا او روسيه دوه لوی اټومي او نړيوال ځواک لرونکي هېوادونه دي او په نړيواله کچه غواړي چې خپل واک - ځواک په داسې ډول وساتي، چې ساری ونه لري. د امريکا او روسيې ترمنځ ستونزې او ناخوالې هم د هغه ملي ګټو پر بنياد دي، چې دوی يې په وسيله ځانونه نړيوال ځواکونه جوړول غواړي.
دې ليکنه کې، د ۲۱مې پېړۍ د لومړيو دوه لسيزو دننه د امريکا او روسيې په اړيکو رڼا اچوو او همدا ډول هغه ټکي په ګوته کوو، چې امريکا او روسيه يې د يو او بل پر وړاندې رقيب او دښمن دولتونه ګرځولي دي.
شلمه مېلادي پيړۍ په ختمېدو وه، ۱۹۹۹ زېږديز کال وو، د امريکا په شمول ناټو د يوګوسلاويا په فدرال دولت بمبار وکړ او د روسيې او امريکا ترمنځ هغه ښې اړيکې چې د ۱۹۹۱ او ۱۹۹۹ کالنو په منځ کې جوړې شوې وي، يو بل خو خراب پړاو ته دننه شوې.
د شملې پېړۍ په وورستي کال کې بله پېښه چې د روسيې او امريکا اړيکې يې ترېنګلې کړې، هغه په سربیا او مونټینګرو کې د ناټو پوځي شتون او د پوځي اډو جوړول وو، چې روسيې يې پر وړاندې مخالفت ښودلو.
د ۲۱مي پيړۍ پیل کې، جورج بوش د امريکا ولسمشر او ولادميير پوتين د روسيې لومړی وزير وټاکل شو. روسيه د سړې جګړې له ماتې وروسته په پوره ډول سر له پښو لوېدلي او په نړيوال سياسي ډګر کې يې پرته له سيالۍ امريکا ته ځای پرېښودلی وو. کله چې پوتين د روسيې لومړي وزير وټاکل شو، نو روسيې يو ځل بيا د يو نړيوال ځواک په توګه ساه واخېستله او له امريکا سر يې ډغرې پيل کړې. په ۲۰۰۱ زېږديز کال د جنوري په مياشت جورج بوش د امريکا ولسمشر وټاکل شو. په روسيه کې د پوتين او په امريکا د جورج بوش واک ته رسېدل؛ د امريکا او روسيې اړېکې د سيالۍ سخت پړاو ته داخلې کړې.
د جورج بوش تر مشرۍ لاندې امريکا هڅه کوله، چې په نړيوالو پېښو او موضوعاتو کې په تنهايۍ او يوازې ځان برخه واخلي او په دې سره د نړۍ د زبرځواک په توګه ځان مطرح کړي. همدا ډول د پوتين تر مشرۍ لاندې روسيې په نړيوالو مسايلو کې په ډېرې دلچسپۍ سره برخه اخېستله او په نړيوالو موضوعاتو کې ځان شريک بللو.
روسيې امريکا پړه ګڼله، چې هڅه کوي ترڅو په جورجیا کې د ۲۰۰۳ ګلابي پاڅون په ترڅ کې د روسيې پر وړاندې د پاڅون زمينه برابره کړي او همدا رنګه په ۲۰۰۴ کې په اوکراين کې د روسيې په خلاف نارنجي انقلاب رامنځ ته کړي.
په ۲۰۰۳ زيږديز کال کې، امريکا په عراق پوځي يرغل وکړ او د صدام حسين حکومت يې نسکور کړ. روسيې په څرګند ډول عراق ته د امريکا له پوځي تګ سره مخالفت وښوود او عراق يې د امريکا له خوا په پوځي ډول يرغل شوی هېواد ياد کړ.
هغه لومړيو وختونو کې مسکو د امريکا خلاف دا غږ پورته کولو چې امريکا غواړي د افغانستان او عراق د پوځي يرغلونو له لارې منځنۍ اسيا او منځني ختيځ کې خپل شتون رېښه لرونکی کړي او دې سره به منځنۍ اسيا او منځني ختيځ کې په اقتصادي، سياسي او پوځي برخو کې د خپلې لاسوهنې او ملي ګټو په پار د پښو اېښودنې ځای پيدا کړي.
په ۲۰۰۲ زيږديز کال کې د امريکا متحد ايالتو د بالسیټک توغندیو ضد تړون سره پرېکون وکړ او په ۲۰۰۷ کال کې يې هڅه وګړه، چې په پولنډ کې د بالسټيک توغنديو دفاعي سېسټم او په چک جمهوريت کې د رادار سېسټم ځای پر ځای کړي. امريکا ادعا کوله چې پولنډ او چک هېوادونو کې د بالسټيک توغنديو ضد سېسټم يې پارونکې پوځي چارې نه بلکې دفاعي خونديتوب دی چې غواړي ددغه سېسټمونو په فعالولو سره اروپا او امريکا د شمالي کوريا او ايران د احتمالي اټومي بريدونو څخه خوندي کړي، خو روسيې د امريکا يادې چارې پارونکې او د روسيې د ملي امنيت لپاره ګواښونکې بللې.
په ۲۰۰۷ کال کې پوتين ايران ته سفر وکړ او له ايراني چارواکو سره يې د اټومي پروګرام په برخه کې د روسيې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې. ایران ته د پوتين سفر د ولسمشر بوش غبرګون را پورته کړ، بوش پوتين ته په پيغام کې وويل "که چېرې غواړي چې درېيمه نړيواله جګړه پېښه نه شي، نو د هغه دولتونو ترڅنګ مه درېږه چې د امريکا سره به دښمنۍ کې دي او غواړي اټومي وسلې غني کړي."
په ۲۰۰۸ کال کې امريکا خپل د بالسټيک توغنديو دفاعي سېسټم د روسيې له پولې سره نېږدې ځای پر ځای کړ. روسيې يې په غبرګون کې وويل، "که امريکا د روسيې په پولو کې خپل د بالسټيک توغنديو ضد سېسټم ځای پر ځای کوي، نو د روسيې له لورې به يې ځواب په ډېپلوماټيک ډول نه بلکې په پوځي او جګړيز ډول وي."
نور بيا، دويمه برخه کې
وروستي