پنځه خبرې: سېګرټ څنګه پرېږدو؟

که چېرې مو جدي پرېکړه کړي وي چې، سېګرټ پرېږدی نو مو مبارک مو شه!
دا لارې چارې پلې کړئ، نو شونې ده، چې سېګرټ به خوشي کړی. 
د يو روږدي کس په ډول به درته سخته وي چې سېګرټ په آسانۍ سره پرېږدی، تر دې چې لومړۍ ورځ حتی تر لومړۍ اوونۍ پورې به سرګردانه، عصبني او ګنکس ياست. خو بيا هم دا سل سلنه شونې ده، چې سېګرټ خوشي کړی. 

۱- د سېګرټ پرېښودلو لپاره درته پلان جوړ کړئ
دغه پلان به درسره مرسته وکړي ترڅو پر ځان باوري اوسئ، پلان به مو د سېګرټو ترک ته وهڅوي او بوخت  به مو وساتي. ريښتنی اوسئ، ځان ته دوکه مه ورکوئ چې نن يا ډېر خوښ يم او يا ډېر خپه او له دې وروسته به يې خوشي کړم. همدا نن، د سېګرټو د پرېښودلو پلان  د ورځې له پيل يانې  سهار څخه شروع کړئ.

۲- ځان مو بوخت وساتئ:
بوختيا درسره مرسته کوي ترڅو ستاسو پام له سېګرټو منحرف او بدل کړي. ستاسو فکر به بل ځای مصروف شي.
تمرين وکړئ
ژاولې وژويئ
بهر قدم وهلو لپاره لاړ شئ
مطالعه  يا لوبې وکړئ
ژوره ساه واخلئ
ډېرې اوبه وڅښئ
ډېر وخت مو له هغه ملګرو او کورنۍ غړو سره تېر کړئ چې، سېګرټ نه څکوي.

۳- د Smoking Triggers څخه ځان لېرې وساتئ:
Smoking Triggers هغه خلکو، ځای، حالتو او شيانو ته ويل کيږي چې تاسې سېګرټ څګول ته لمسوي. څنګه له Smoking Triggers څخه ځان ساتلی شئ؟
سېګرټ لايټر او سېګرټ داني مو له ځان لېرې کړئ. هغه کسان چې سېګرټ څکوي، بنډار کې ور سره مه کېنئ. هغه ځای ته لاړ شئ چېرته چې د سېګرټ څکولو اجاره نه وي.
ډېر استراحت وکړئ او ښه خواړه خورئ. ستړيا مو سېګرټ څکولو ته هڅوي.
۴- هر وخت مثبت اوسئ:
په ځان مو وياړ وکړئ چې په خپله پرېکړه کې بريالي ياست. ځان مو د ژوند په يوې نوې برخه کې وګورئ. مثبت فکر وکړئ، د سېګرټو مالي اوځاني توانونه ولولئ او خوښ اوسئ چې تاسو به په کم مقاومت سره ترې خلاص شی.

۵- د مرستې غوښتنه وکړئ:
د سېګرټو د پرېښودلو لپاره يواځې ستاسو اراده او پلان بسنه نه کوي بلکې ترڅنګ يې مرستې ته اړ ياستی. د کورنۍ له غړو او ملګرو سره مو خپل دا پلان او اراده شريکه کړئ. د هغوی هڅونې ته اړتيا لری. که ملګرو او کورنۍ له غړو سره د سېګرټو پرېښودلو پلان  شريک کړ، نو شونې  ده چې د هغوی له شرم څخه هم مقاومت وکړئ او سېګرټ ونه څکوی. دا ځکه چې د هغوی پر وړاندې به دروغجن او بې تصميمه ثابت شی. د کورنۍ غړو او ملګرو ته مو اجازه ورکړئ، ترڅو دوی هڅې وکړي او دې برخه چې څومره همکاري کولای شي، هغه تر سره کړي.