يوه ورځ، اووونۍ يا مياشت کې څو ځلې کوروالی روغتيايي دی؟

د ښځې او خاوند ترمنځ څوځلې يوځای کېدنه (کوروالی) د خوښ او روغ ژوند لامل کيږي؟ آيا کوم ځانګړی شمېر شته، چې په ورځ، اونۍ او مياشت کې بايد څو ځله ښځه او خاوند سره يوځای شي؟ دې ليکنه درته د هغه خلکو د ژوند په اړه مالومات وړاندې کوو، چې خوښ او روغ ژوند لري، دوی څه ډول جنسي اړيکې لري؟
 
۱- هغه ښځه او خاوند، چې هره ورځ کوروالی کوي:
که چېرې ښځه او خاوند په ورځني ډول جنسي اړيکې سره ساتي په روغتيا يې بده اغېزه کوي او ترمنځ يې مينه کميږي، چې دا کړنه يې بيا راتلونکی ژوند له بې خوندۍ سره مخ کوي. څېړنو ښودلې ده، چې هره ورځ د جنسي اړيکو ترسره کول د هغه خلکو لپاره چې عمر يې شاوخوا ۲۵ کاله وي او نوي يې واده کړي وي، کومه ستونزه نه لري، خو هغه جوړه چې د دواه يې وخت تېر شوی وي او عمر يې له ۲۵ لوړ وي، نو بيا هره ورځ د جنسي اړيکو ساتل يې ژوند بې خونده کولی شي.
 
هغه ښځه او خاوند، چې په اونۍ کې درې او يا څلور ځلې جنسي اړېکې ساتي:
په ۲۰۲۱ کال کې د جنسي اړيکو په اړه د (Normal Bar) په نوم يو کتاب خپور شو، چې درېيو امريکايي لېکوالو ليکی وو. په ياد کتاب کې راغلي، چې په يوه اونۍ کې د ښځې او خاوند ترمنځ درې او يا څلور ځلې د جنسي اړېکو ساتل ډېر غوره او د خوښ ژوند سبب کېدای شي. خو دا بايد ذکر شي، چې په يوه اونۍ کې د درې او يا څلور ځله جنسي اړيکو نېول د هغه جوړې لپاره غوره دي چې بچيان ونه لري، او که چېرې اولادونه و لري نو بيا بايد په يوه اونۍ کې له درې ځلې کم جنسي قربت ترسره شي.
هغه ښځه او خاوند، چې په يوه اونۍ کې يوازې يو ځل جنسي اړېکې ساتي:
په ترسره شويو څېړنو کې ويل شوي، چې په يوه اونۍ کې يو ځال جنسي اړېکې درلودل ترټولو غوره او دا په عمومي دول د اکثريت جوړو ترمنځ تر سره کيږي.

يوې نويې امريکايي څېړنې، چې په ۲۴۰۰ جوړو باندې ترسره شوې ده، په يوه اونۍ کې يو ځل جنسي اړېکې درلودل يې د خوښ او بريالی ژوند لامل بللی.
 
هغه ښځه او خاوند، چې په يوه مياشت کې درې او يا څلور ځلې جنسي يوځای والی کوي:
د انګلستان مشهورې څېړنې د (Britain’s Bedtime Habits) په نوم، چې په ۲۰۱۳ کال کې خپره شوې ده، په يوه مياشت کې درې يا څلور ځله جنسي قربت يې، له هرې اونۍ جنسي قربت څخه غوره ګڼلی دی. په څېړنه کې راغلي دي، چې هرڅومره د جنسي يوځاي کېدنې ترمنځ زيات وخت تېر شي، همدومره يې تحريک زيات وي، چې د ښځې او خاوند ترمنځ مينه زياتولی شي.