د تصوف په اړه دا څو خبرې حتماً ولولئ!

په دې وروستیو کې د سیدابراهیم اغا په نوم یو «پیر» - چې د «ګیلاني» له کورنۍ سره تړاو لري- د خپلو مریدانو لیدلو لپاره د غزني او پکتیکا ځینو سیمو ته تللی و، په ټولنیزو رسنیو هغه ته د زښتو زیاتو خلکو له لوري د بې ساري درنښت انځورونو او وېډیوګانو هېوادوال غصه کړل او وروسته له هغې چې په پکتیکا کې د روان کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه خونړۍ زلزله وشوه، ځینو خلکو دغه زلزله د پیر سید ابراهیم اغا ‘د پیرۍ له امله د خدای (ج) قهر وباله’ او غږ یې پورته کړ چې دی ونیول شي، بلاخره ط. البانو ونیوه او داسې وېډیوګانې خپرې شوې چې په هغه کې له ابراهیم اغا څخه د دعا قنوت پوښتنه کېږي خو هغه تېر وځي، دغه وضیعت ته په کتو د خلکو ترمنځ پر پیرۍ، طریقت او تصوف یو وار بیا د بې باورۍ بحثونه پراخ شوي، له همدې امله دغو څو خبرو ته اشارو کوم:
د تصوف په اړه علما یوه خوله نه دي، ځینې یې «عبادات او خدای ته نږدیوالی» خو ځینې نور یې بیا «بدعت» بولي، نو منځلاری فکر څه ده؟

زما په نظر، د رب العزت د رضا تر لاسه کولو لپاره د خپلو اوښکو تویولو او وجود ځپلو سربیره د شرعیاتو او مذهبي نصوصو ته په پام د عباداتو له ترسره کولو سره- سره الله تعالی سره اړیکې ټینګول او باورمن اوسېدل دې نړۍ ته د رتګ اصلي موخه ده.

په دې لاره کې د خلکو د منکراتو له امله په تصوف هم نیوکې زیاتې شوې خو زما پوښتنه دا ده چې ولې فروعاتو ته په اصولو ترجیع ورکړو؟

یعنې ولې د مسئلې اصل ته د ور ګرځېدلو لپاره ناسم قضاوتونو او ټاپو لګولو پرځای د خپلې پوهې له لارې د وېښتابه لپاره کار نه کوو چې نور توهینوو او کله - کله په دغو بحثونو کې خپله هم د ګناه مرتکب کېږو.

خدای (ج) لوی ذات ده، پر هغه «باور» لرل ټول جنجالونه را حلولی شي خو چې پرې وې لرو او مطمئن شو، تصوف هم د همدې باور جوړولو لپاره یوه داسې اوږده، پېچلې او له کږلېچونو سره مله لاره ده چې د نفس د تذکیې او د سبحان وتعالی پېژندنې نوي اړخونه در پېژندلی شي.

په ټوله نړۍ کې د ټولنو ترمنځ افراط او تفریط د جوړښتونو، پوهې او واک له مخې پراخېږي، کومه دیني صبغه نه لري خو زه مطمئن یم، هر څوک چې د داسې پدیدیو د خپرولو په هڅه کې وي او غواړي چې موخو ته پرې ځان ورسوي نو حتما ګناهګاریږئ.

 اصلا په کار ده چې د خپلو عقیدو ساتتنې ته پاملرنه وشي او که څوک پر دیني بنسټونو سم پوهیږي نو مخکې له دې چې تاوتریخوالي وشي، د مهربانه اوسېدو او ثواب لپاره دې د ژغورنې لارې چارې وپلټي او بیا دې تبلیغ کړي. 

د خدای پېژندنې په درشل کې د اوسني وخت یوې لویې ستونزې ته اشاره کوو:
د طریقت او تصوف په نوم د «پیر» لرل او د هغه اطاعت نوې خبره نه ده، منحرفین یا هغوی چې غواړي خپلې موخې ترلاسه کړي، پیران له الله (ج) سره د دوی د وصلېدو یو «اساس» بولي ځکه یې په وړاندې اطاعت، د خدای ته د نږدیوالي (قرب) نسبت او هر ډول چوپړ یې هم کوي، په داسې حال کې چې پیري استادي ده؛ لکه د هر بل مسلک لپاره چې لارښود ته اړتیا وي نو ځکه ښايي پیرانو ته د دومره زیات «درنښت» لرل بدعت یاد شي.

دغه راز ځینې علماوو د تصوف په نوم هغه کړنې - چې د ځان زورونې (مازوخېږم) او ځانښوودنې ښکارندویې کوي - د طبیعت او  نصوصو خلاف ځکه بولي چې د رب الجلال د رضا ترلاسه کولو لپازه له دغو کړنو پرته نورې ګڼې لارې هم شته.