جرمني هېواد کې د موټر جوړونې یوې کمپنۍ د برېښنايي (برقي) موټرونو لپاره تېز چارجر جوړ کړی، چې په کم وخت کې موټر چارج او اوږد مزل پرې کولی شي.
دغه چارجر، چې برېښنا سره وصل دی، برقي موټرونه د ۴۰۰ کیلومتره لارې مزل لپاره په ۲۰ دقيقو کې چارجوي او ددغه کمپنۍ مسوولين وايي چې په تېر کې يې هم دا ډول چارجرونه جوړ کړي وو خو چارج کونې به يې ډېر وخت نېولو.
دا چارجر «پورش» کمپنۍ جوړ کړی او برلین کې يې د خپل دفتر مخې ته ايښی.
د پورش مسوول چارواکي وايي چې د دوی دغه تېز او چټک چارجر به برېښنايي موټر ته د ۴۰۰ کیلومتره مزل کولو انرژي برابروي. يادې کمپنۍ ويلي، اوسهال دغه چارجر په امتحاني ډول ځای پرځای شوی، خو راتلونکې کې به د جرمني په نورو ښارونو او امریکا کې هم نصب شي.
د يادونې وړ ده، چې په پرمختللو هيوادونو کې برېښنايي موټر په زياتېدو دي او دا هيوادونه هڅه کوي، چې د يادو موټرو د بېټرۍ قوت ډېر او د چارجولو وخت یې راکم شي.
وروستي