په ژورې خواشېنۍ سره خبريږو چې تېره شپه د هېواد سويل ختيځ ولايتونو او شااوخو سيمو کې شديدې زلزلې ژور ځاني او مالي تلفات اړولي دي. ترټولو زياته مرګ - ژوبله پکتيکا او ورپسې د خوست ولايت په دوه ولسواليو کې رامنځته شوې، چې تر زرو هېوادوال شهيدان شوي، په زرګونه ټپيان او بي درکه دي. يادو سيمو کې د خلکو کورونه او د کاروبار ځايونه ويجاړ شوي دي او ويره دا ده چې د مرګ ژوبلې شمېرې به لوړې شي.
دا چې زلزلې او توپانونه اسماني پېښې دي او کنټرول يې د انسان له وسې وتلې مسله ده، نو د ستر خدای ج په دربار کې دعا کوو، چې په راتلونکي کې افغان ځورېدلی او جګړو ځپلی ولس له داسې اسماني آفتونو په امان او خپل نصرت کې ولري. خدای ج د تېرې شپې پېښې (زلزلې) شهيدانو ته فرودس جنت، ټپيانو ته بېړنۍ او بشپړه روغتيا ورکړي.
د زلزلې ډېری قربانيان خوار، غريب او د هېواد په لېرو پرتو سيمو کې افغانان دي. زلزله کې داسې بږنونکې پېښې شوې دي، چې د يوې کورنۍ ۱۷ غړي؛ ښځې، ماشومان، سپين ږيري او ځوانان په کې شامل او ټول شهيدان شوي دي. دا ډول پېښو کې که چېرې ځانونه داسې فکر او فرض کړو چې شهيدان او ټپيان مو د کورنۍ غړي او خدای مه کړه که چېرې د کورنۍ غړي وای، نو زغم به يې ډېر سخت وای. بيا هغه مهال چې داسې پېښو کې د قرباني کورنيو وارثين د ټپيانو د درملنې او يتميانو د پالنې پيسې او توان هم ونه لري، نو وير او درد يې داسې کړيکې کوي، چې تر اسمانه رسيږي.
په دې پار چې د شهيدانو جنازې په منظم ډول او ښه مراسمو خاورو ته سپارل شوې وي؛
په دې پار چې د ټپيانو ژر او ښه درملنه شوې وي؛
په دې پار چې دغه زلزلې له امله د رامنځته شويو يتيمانو، کونډو، بې اولادونو مېندو او پلارونو درملنه شوې وي؛
په دې پار چې ويجاړې شوې جونګړې او خټين د غربت کورونه مو بېرته ورته جوړ کړي او رغولي وي، نو په اسلامي، انساني او افغاني همدردۍ مرستې او لاس نېوي ته اړتيا ده.
که څه هم حکومت يې لا وړاندې د مرستې لپاره بېړني ګامونه پورته کړي دي، خو لا مرستې او همکارۍ ضروري دي. د حکومت وراېخوا د افغان ولس مسووليت جوږيږي، چې د خپل ځپل شوي ورور او خور ترڅنګ ودريږي. تر يو بريده شتمن او پانګوال افغانان چې د هېواد دننه او بهر دي او ټول هغه وېښ وجدانونه چې د يوې افغانۍ وس او زور يې رسيږي، سپما دې نه کوي او دې ملي ماتم کې دې خپله اسلامي او انساني دنده او مسووليت ادا کړي.
په درنښت
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې د امتياز څښتن
وروستي