د مصر په لاريونونو کې د مړو شمېر له سلو تنو واوښت

 
د فرانسي خبري اژانس له مصر څخه خبر ورکوي، چې د تېرو پنځو ورځو په لاريونونو کې د مړوشمېر له سلو تنو واوښت او 102 کسانو ته ورسېد. 33 تنه يوازې پرون په قاهره او نورو ښاورنو کې ووژل شول. د جمعې ورځ تر ټولو خونړۍ ورځ وه او ټول 62 تنه د لاريونونو په ترڅ کې ووژل شول، چې 35 تنه يې يوازې په قاهره کې مړه شول. لس تنه د قاهرې سويل ته په 140 کيلومترۍ کې د بني سويف په ښار کې هغه مهال ووژل شول ، چې کله لاريون کوونکو د پوليسو پر يوه مرکز بريد وکړ. که څه هم نړيوالو او په ځانګړې توکه امريکې له حسني مبارک او لاريون کوونکو څخه غوتښتنه کړې ، چې له تاو تريخوالي ډډه وکړي ، خو داسې ښکاري چې د تلفاتو شمېر به نور هم زيات شي.