په یوویشتمه پيړۍ کې د رسنۍ د کار، ارزښت، اغېز او کمو مصارفو له کبله د انساني ټولنو د تسخیر، تعمير او تخريب کولو لپاره یوه بهترینه وسیله ګڼل کیږي او په ډيموکراتيکو ټولنو کې د څلورم ځواک په توګه ورته کتل کېږي.
دا چې په دې عصري او تيکنالوژيکي دور کې رسنۍ دومره اړینې دي، نو موږ يې بايد د خپل اصیل افغاني کلتور د ساتنې او پالنې لپاره څنګه وکاروو؟
څرنګه چې هر ملت ځانګړي ملي دودونه لري او ټولنه يې په شتو او پلي کولو ویاړي، نو موږ ته لازم دي، چې لومړی د رسنيو له لارې د خپل ملي کلتور په اړه خپرونې او پروګرامونه جوړ کړو او خپل ملي کلتور ته وده ورکړو، خپل ملي افغاني کلتور دود کړو او د هغو ټولو کلتوري خپرونو مخه ونيسو، چې زموږ د ملي دود ځای نيسي.
که وپوښتو چې ولې ځينې کلتورونه د بهرنيو کلتورونو تر اغېز لاندې راځي؟
د څلورو لسيزو د جنګونو له کبله زموږ ملي مادي او معنوي شتمنۍ زيانمنې شوې دي، چې د هغو له جملې څخه يې زموږ په علمي او مسلکي ټولنه باندې هم کار شوی او د هغوی افکار يې خپل لور ته مايل کړي، چې له کبله يې هغوی د ملي خپرونو د ساتلو، پاللو او خپرولو په ځای غير ملي بهرنۍ غير اخلاقي خپرونې خپروي او په ټولنه کې يې دودوي، تر څو خپلو بادارانو ته ځان کارکن او صادق ثابت کړي.
له بله پلوه دغو جنګونو زموږ هغه علمي، مسلکي او هنري قشر، چې د ملي کلتور خپرونو لپاره يې کار کاوه له مختلفو، سياسي، اقتصادي... ستونزو سره مخ شوي، تهديد شوي، وژل شوي او يا هم له هېواده شړل شوي دي او د کار زمينه نه ده ورته مساعده شوې، څو يې د بهرنيو ډرامو او سريالونو په ځای ملي ډرامې او سريالونه جوړ کړي وی.
له بلې خوا ډیری غیر مسلکی خلک چې په رسنیز ډګر کې کار کوي د خپلو شخصي ګټو او غوښتنو له امله هر هغه څه کوي چې بادار يې غواړي.
نو که و پوښتو، چې ولې د رسنيو ځينې مسؤلین خپل ملي، اسلامي او مسلکي رسالت نه ادا کوي، څو مو د بهرنیو ټولو هغو خپرونو مخه نیولې وي، چې زموږ ملي نوامس تهدیدوي؟
ځواب به يې دا وي چې:
زموږ دښمنانو زموږ د ټولنې د افکارو د تخریب او تسخیر لپاره له ټولو مهمو لارو کار اخيستی او اخلي، چې د هغو له جملې څخه رسنیز ډګر ډېر مهم او کارېدونکی دی، ځکه چې مصارف يې کم، د پوښښ ساحه زیاته او د ټولنې هر قشر ورته په یو نه یو ډول لاس رسی لري، له مختلفو زایو کولی شي د هدف وړ خلک او قشر تر خپل هر ډول تهدید او اغېز لاندې ونیسي. ښې بیلګې يې د امریکايي او ناټو ځواکونو له راتګ سره یو ځای او سمدستي په هر ولایت او سیمه کې د لسګونو غږیږو رسنیو رامنځ ته کېدل او جوړېدل وو، ځکه دوی غوښتل چې هر هغه څه پر خلکو ومني چې دوی يې غواړي، همدارنګه به يې ځينې جوړ کړي پيغامونه په رسنيو کې خپرول او په مقابل کې به يې مادي امتيازات ورکول او داسې خلکو ته يې رسنۍ په واک کې ورکړې چې غیر مسلکي، ځان غوښتونکي، لاس پوڅي او بې پوهې خلک وو، یوازې پيسې يې پيژندلې او بس، نو هغوی به څنګه د خپلې ټولنې په مقابل کې ملي رسالت او مسؤلیت وپېژني او د خپل ملي کلتور لپاره به کار وکړي.
دا ليکنه ادامه لري؛ دويمه برخه يې هم روهي وېب پاڼه کې لوستلی شئ
وروستي