ډيوه

د خپل کور د تورې تیارې د رڼا لپاره به مو په کور کې ډیوه روښانوله. تر ناوخته به د ډیوې رڼا ته ناست او دنیا خوندورې کیسو ته به غوږ و. ډیوې به تل زموږ لپاره ځان سوځاوه او   موږ به د پتنګانو په څېر د ډیوې له رڼاخوند اخیست. 

د ډیوې په مړه کیدو به مو په کور کې توره تېاره شوه. موږ به د پتنګانو په څېر د ډیوې په مړه کیدو تیت او پرک اود کېسو میدان به خالي شو. نو هغه وخت به زه په دې پوه شوم چې ډیوې زموږ لپاره څومره اهمیت لاره او زموږ دراټولیدنې لپاره یې څومره  لویه قرباني ورکوله.

ریښتوني او مسلکي ښوونکي زموږ دتیارو کورنو لپاره بلې ډیوې دي. دوی په نشت امکاناتو د زده کوونکو د ښې
روزنې لپاره شپه او ورځ د ډیوې په شان سوځیږي. ستاسو ښوونکي د هغې بلې ډیوې په څېر دي چې دمختلفو سیمو څخه زده کوونکي د ډیوې دپتنګانو په څېر پرځان راټولوي.
 
ښوونکي دي چې ستاسو لپاره یې یو روزنیز، ښوونیز او د ملګرتیا او ورورګلوۍ چاپیریال رامنځته کړی دی؛ خدای مه کړه که دغه بلې ډیوې مړې شوې بیا به د تل لپاره په یوه توره تېاره دنیا کې پاتې شئ. د ښوونځي له دوستانو به پرادي شئ.

د ژوند لپاره به مو ټولې هېلې خاورې شي؛ بې زده کړې به نالوستي پاتې شئ. بیا به درباندې داسې یوحالت راشي چې دلوستنې او لیکنې وړتیا به نه وي. لنډه دا چې د داسې یوې بلې ډیوې په مړه کیدو به ناپوهۍ په تورتمه دنیاکې دابد لپاره ورک شئ!