حسني مبارک کابينه منحله کړه او نوی لومړی وزير يې وټاکه

 
د مصر ولسمشر حسني مبارک د خلکو د غوسې د راکمولو په موخه په يو لړ سمونونو لاس پورې کړ او په دغه لړ کې يې پخوانۍ کابينه منحله کړه او هوايي چلند وزير احمد شفيق يې د خپل نوي لومړي وزير په توګه ټاکلی. نوموړي ته دنده سپارل شوې ، چې نوې کابينه جوړه کړي.