یو کمربند یوه لار پروژه

افغانستان په سیمه کې د سوداګرۍ او ارتباط لپاره خورا ستراتژیک موقعیت لري. دا موقعیت نه یوازې اوس په مدرنه سوداګرۍ کې د ارزښت وړ دی، بلکې د تاریخ په اوږدو کې یې د افغانستان او سیمې لپاره خورا ډېر ارزښت لرلی دی. سلګونه کاله پخوا افغانستان د سوداګرۍ او سوداګریزو کاروانونو د تګ راتګ لپاره مهمه لار وه. ورېښمو لار له افغانستان تېرېده چې د تاریخي لیکنو له مخې د شاوخوا ۱۷۰۰ کلونو لپاره سوداګرو دا لار د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره کاروله. دې لارې به مرکزي او جنوبي اسیا سره وصلول او ډېری اسیايي هېوادونه یې ان له اروپا او افریقا سره هم تړل. 

اوس هم افغانستان په سیمه کې د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره خورا ارزښتمن دی. دا چې اوږدې جګړې افغانستان ځپلی او اقتصاد یې کمزوری کړی دی نو د پراختیا او پرمختګ په هر ډول سیمه ییزه پروژه کې یې ګډون مهم دی. د چین یو کمربند یوه لار پروژه چې په سیمه کې د پراخ اقتصادي اتصال لپاره جوړه شوې ده، د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري او ددې اړتیا ده چې افغانستان په دې پروژه کې ګډون ولري څو په سیمه ییز او نړیوال اقتصادي سېرکل او همدا راز ترانزیت او سوداګرۍ کې خپل تاریخي ارزښت بېرته راژوندی کړي. 

ون بېلټ ون روډ یا یو کمربند یوه لار پروژه د چین له لوري پيل شوې ده. پخوا د ورېښمو لار هم له همدې هېواد پیلېده، نو د چین نوې اقتصادي پالیسي دا ده چې د همدې لارې په بیا فعالولو سره د سیمې او نړۍ هېوادونه سره وصل کړي. دا ځکه ګټوره چاره ده چې سالم اقتصادي فعالیتونه به د ملتونو ترمنځ اړیکې پراخې کړي او تر څنګ به یې ددې سبب شي چې سیمه او په دې پروژه کې ګډون کوونکي هېوادونه اقتصادي وده وکړي. هغه هېوادونه چې په دې پروژه کې ګډېږي هم به اقتصادي وده کوي، هم به یې تاریخي ارتباط بېرته پياوړی کېږي او هم د کلتوري، علمي او اقتصادي تجربو د شریکولو لړۍ پراخه او چټکه شي. 

افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې چټکې ودې او پرمختګ ته اړتیا لري. نو د ون بېلټ او روډ په پروګرام کې د افغانستان کډېدل او په دې سالم اقتصادي فعالیت کې شریکېدل به د ودې سبب شي. دا چې افغانستان په وچه کې حصار هېواد دی نو اړینه ده چې په داسې یوه ستره نړیواله سوداګریزه او ترانزیتي لاره کې شریک شي. ځکه افغانستان داخلي زراعتي تولیدات لري، لاسي صنایع لري، د کانونو استخراج ته اړتیا لري او ددې هر څه پلور او ترې ګټه کول لارو ته اړتیا لري او دا لارې د نړیوالو له همکارۍ پرته نه شي جوړېدلی. له همدې امله افغانستان اړتیا لري چې په دې لاره کې ګډ شي. 

موږ مخکې هم یادونه وکړه چې افغانستان پخوا هم د ورېښمو لارې د اتصال لپاره مهم و. نن هم د سترو مواصلاتي پروژو په بشپړولو کې مهم او ارزښتانک موقعیت لري. خو اوس ددغه ډول پروژو د عملي کولو لپاره باید خنډونه له منځه لاړ شي. امنیت تامین شي، ثبات رامنځ ته شي، د پانګونې لپاره ډاډ رامنځ ته شي، څو نړیوالې پانګونې او د سترو پروژو عملي کولو ته زمینه برابره شي.