کمپيوټر او موبايل کې د (cache) مفهوم، ګټه او ضرر 

ځيرک موبايلونو، کمپيوټرونو او د انټرنېټ لټون سره به مو د کش (cache) کلمه هم اورېدلې وي. د بېلګې په ډول ځيرک  موبايلونو کې ځيني وخت درته پيغام راځي چې کش پاک کړی. هغه وخت چې تاسې پر کمپيوټر کې لټون کوی نو د هغه لټون لپاره  د اړوند بروزر لکه ګوګل کروم  (cache) پاکول ګټور وي. دې ليکنه کې دا ښييو، چې کمپيوټر، موبايل او انټرنېټ بروزر کې له  (cache) موخه او هدف څه دی. 

موبايل او کمپيوټر کې (cache) هغه ذخيرې ته وايي چې د مالوماتو يا ډاټا کاپي په نېږدې راتلونکي کې د ګړندي استعمال لپاره ساتي. cache موبايل او کمپيوټر کې له رم RAM سره يوځای او ګډ کار کوي، خو کار يې له رم ګړندۍ دی. د رم دنده دا ده چې هغه مالومات يا ډاټا وساتي چې  CPU يې هممهاله کاروي، خو cache ذخيره بيا مالومات د يو لنډ وخت لپاره ساتي، ترڅو پر راتلونکي کې ترې ګټه واخېستل شي. 

cache د سختغالي (هارډ وېر) او پوستغالي (سافټ وېر) په ډولونو شتون لري. په هارډ وېر کې دغه ذخيره موبايلونو او کمپيوټرونو کې ځای پر ځای کېږي؛ له هارډ وېر وراېخوا cache د سافټ په بڼو کې هم شتون لري. د رم په پرتله د cache ذخيرې بيه ارزانه او  ظرفيت يې کم وي. د رم په پرتله د cache سرعت ډېر او چټک  دی. 

که چېرې په موبايل او کمپيوټر کې هارډېسک، RAM او cache ميموري سره پرتله کړو، نو هارډېسک  د موبايل او کمپيوټر دايمي ذخيره ده، چې سرعت يې کم دی، ورپسې له هارډېسک د RAM سرعت ډېر دی خو ظرفيت يې کم. هارډېسک مالومات د اوږد وخت لپاره ساتي او بيا RAM هغه وخت پورې مالومات ساتي، ترڅو چې موبايل او کمپيوټر برېښنا سره وصل او چلان وي. 

پورته دواړو، هارډېسک او RAM سره د cache ذخيرې توپير دا دی، چې دا ذخيره له دواړو ډېر سرعت لري. cache نه د RAM په څېر هممهاله ډاټا ساتي او نه  د هارډېسک په ډول دايمي، بلکې تر يو وخت پورې مالومات ذخيره کوي، چې راتلونکي کې ترې کار واخېستل شي. 

اوس که چېرې کمپيوټر او موبايل خاموش او چلان شي، نو سرعت  او چار يې ښه کېږي؛ په دې پار چې له RAM څخه ډاټا پاکه او لېرې شي، د کمپيوټر او موبايل په ګُل او چلان کېدو سره دغه cache ميموري بيا نه پاکيږي. که چېرې غواړی د کمپيوټر او موبايل سرعت او د  CPU کار چټک شي، نو اړتيا ده، چې له cache ميمورۍ مالومات لېرې او Clean up cache وکړئ. 

ځيني کسان  فکر کوي چې کش cache پاکول دا مانا چې له کمپيوټر او موبايل چټلۍ لېري  او پاکې شي، خو cache په دې مانا نه دی، چې ستاسې کمپيوټر او موبايل کې سافټ وېري چټلۍ ټولې شوې اوبايد پاکې کړای شي.  له cache موخه سالم مالومات دي، چې د ګړندي او نېږدې بيا ځلي استعمال لپاره تيارسی حالت کې ساتل کېږي.