له جنوبي خراسان څخه د ایکنا په وینا، فکر، چې لفظي معنی یې “انديشیدن” يا ری وهل/ سوچ او تفکر کول دي، په اسلام کې ډېر لوړ مقام لري، لامل یې څرګند دی، ځکه فکر انسان له تېښتې څخه ژغوري او سمه لار ورښيي.
په اسلام کې هر مسلمان باید د ورځې څو دقیقې د خدای ج په عبادت کې تیر کړي، پنځه وخته فرض لمونځونه، تلاوت او نور مستحبات د مسلمان د ورځني عبادت برخه ده خو دا عبادت باید سرسري نه وي او تر شا یې فکر وي.
بايد وويل شي د اسلام دين يو داسې دين دی چې د عقل او فکر پر بنسټ ولاړ دی، که څه هم د بدني عباداتو لکه لمونځ، روژه او داسې نورو کارونو باندې امر کوي، خو ايمان بيا تر ډېره په عقل او فکر ولاړ دی.
د تفکر او تدبر په اړه د قرآن کریم د څو آیتونو شتون هم د دې ادعا ثبوت دی، فکر د اسلام په سپېڅلي دین کې ځانګړی ځای لري، قرآن کریم انسان ته د فکر او استدلال بلنه ورکوي، فکر د ايمان پښې بولي او پر دې اساس د فکر کولو وړ موضوعات بیانوي.
په اسلامي لارښوونو کې د ځان د اصلاح او روزنې یو عامل د فکر کولو عادت دی، فکر کول باید د انسان لپاره یو عادت شي.
د تخلیق په نړۍ کې فکر کول
دا ډول فکر بې له شکه عبادت دی، په ژوند کې د خدای د پیژندلو لپاره فکر کول اړین دي، دې مسئلې ته په قرآن کریم کې د سورة آل عمران په ۱۹۰ آیت کې هم ټینګار شوی دی چې فرمايي» :إِنَّ فِی خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّیْلِ وَالنَّهَارِ لَآیَاتٍ لِأُولِی الْأَلْبَابِ؛ «: "بېشکه د هوښيارانو لپاره د اسمانونو او ځمکې په پیدایښت کې او د شپې او ورځې په تدریج کې نښې دي."
دغه راز په سوره آلعمران کې فرمايي : «الَّذِینَ یَذْكُرُونَ اللَّهَ قِیَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ وَیَتَفَكَّرُونَ فِی خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّار.« "هغه کسان چې په ولاړو او ناستو او پر غاړو استراحت الله يادوي او د اسمانونو او ځمکې په پيدايښت کې فکر کوي چې خداى يې بې ګټې نه دي پيدا کړي."
په دې کې شک نشته چې که انسان د کايناتو په کارونو، د کايناتو په نظامونو او مخلوقاتو کې فکر وکړي، نو خدای به ښه وپېژني او د خپل پیدایښت اصلي موخې ته به نږدې شي.
د تاریخ په اړه فکر کول
دا ډول فکر کې چې په قرآن کریم کې راغلی دی، په تاریخ کې فکر، د تېرو ملتونو او ولسونو د برخلیک او تاریخ په اړه فکر دی، چې په قرآن کريم کې هم ورته پام شوی دی.
قرآن کیسې او خبرې بیانوي او انسان ته د عمل د پایلو په اړه فکر کولو ته بلنه ورکوي او په دې کیسو کې د مفکرینو لپاره عبرت دی.
په یوه روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: کله چې غواړې چې کوم کار ترسره کوې، لومړی یې د پای په اړه فکر وکړه، بیا پرېکړه وکړه.
دغه راز معمر ابن خلاد وايي چې ما له حضرت علي څخه اورېدلي چې فرمايي: "عبادت ډېر لمونځ او روژه نه ده، بلکې عبادت د خدای په اړه فکر کول دي." څرګنده ده چې حضرت د لمانځه او روژې د فضيلت پوښتنه نه ده کړې بلکې مطلب يې دا دی چې له سوچه پرته لمونځ او روژه هم هيڅ ارزښت نه لري.
دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم هم فرمايلي دي: "یو ساعت فکر کول د یو کال عبادت څخه غوره دی."
په دې اړه د حضرت علي رض هم ډېرې ويناوې شتون لري:
هغه فرمايي: "د خدای تعالی په خلقت کې د فکر کولو په شان هېڅ عبادت نشته."
"له فانیياو روان شیانو څخه د دایمي شیانو توپیر کول یو له لوړو نظریو څخه ده."
" د چارو په پایلو کې فکر انسان له مرګه ژغوري."
" زه تاسو ته د تقوا او فکر کولو سپارښتنه کوم، ځکه چې د مور او پلار په اړه فکر کول ټول خیر دی."
استدلال یو له الهي نعمتونو او ځانګړي استعدادونو څخه دی چې خدای تعالی انسان ته ورکړی دی ترڅو وکولی شي په خپل ژوند کې د خوښۍ او خلاصون لاره پرمخ بوځي.
د فکر کولو نهي يا منع
دغه راز په ځینو وختونو/شيانو کې فکر کول منع دي، ځکه چې کیدای شي د ستونزو او فساد لامل شي، چې ښه مثال يې د شهوت په اړه فکر کول دي.
فکر او استدلال د انسان لپاره اغېزې او برکتونه لري چې په هغه کې له کفر او انحراف څخه ډډه کېدايشي، په عمل کې روغتیا او ښه پایله او د نیکو اعمالو لامل ګرځي.
د اسلام ټول احکام د انسان د خوشالۍ لپاره دي او د دې لپاره دي چې خدای ته نږدې شي او دا هغه وخت دی چې په ټول ژوند کې د الله جل جلاله رڼا راښکاره شي نو فکر کول هم د ځان پېژندنې له لارو څخه دي. کله چې انسان په سم ډول خدای ج وپېژنې نو د ژوند سمه لار مومي.
وروستي