څنګه د خلکو د ګټو ښکار نه شو؟

ايا کله فکر کوئ؛ چې ته ښه سړی يې او شاوخوا خلک دې درڅخه ګټه پورته کوي؟ يا کله کله دا فکر کوې چې دا نړۍ يو بد ځای دی او دلته د ژوند کولو لپاره بايد له ځانه يو بد سړی جوړ کړئ؟ که داسې وي نو دا ليکنه ستاسې لپاره ده او تر پايه يې ولولئ.

1)    له (نه) وييلو مه ويريږئ
که پوهېږئ چې يو څوک مو د ځان پر ګټه کاروي او کار درڅخه اخلي نو (نه) ويل عادت وګرځوئ، ډېری خلک د (نه) ويلو جرآت نه لري او په ورين تندي هر څه/چاته (هو) وايي. خو دا ډېر بد عادت دی ځکه چې کله موږ هر څه/چاته (هو) وايو نو زموږ د (هو) مطلب/طاقت ورکيږي.

مثلاً که ستاسې ملګری هر وخت تاسې ته د بهر وتلو وايي او تاسې ورته هر وخت (هو) وايئ، نو هغه ته به هېڅکله ستاسې د وخت قدر ورنشي. که مو به دفتر کې رييس ته هر وخت په خوله کې (هو) وي نو هغه به ستا د کارونو ترڅنګ نور اضافي کارونه هم درکوي.

زه نه وايم چې تاسې حتماً (هو) ونه وايئ، تاسې بايد هغه وخت (هو) ووايئ چې تاسې پوه شئ او مخکې له مخکې فکر وکړئ چې تاسې دغه (هو)د هغه کار لپاره وايئ چې  کوئ يې يا د هغه کس د خوشالولو لپاره چې کار يې درکړی وي. که چېرې کار مو کولی شو خو سمه ده (هو) ووايئ خو که په ذهن کې مو دا خبر راغله چې دا کس خوشاله کړم بيا دا بد عادت دی او هېڅکله يې مه وايئ.

په دې کار سره به مو هغه ملګري هم وپېژنې چې درسره پاتې کېدل غواړي، ځکه کله چې تاسې (نه) وييل زده کړل هغه کسان چې تا کاروي/ ګټه درڅخه اخلي درته وايي به: (ته ډېر بدل شوی يې) او درنه تيريږي خو هغه کسان چې تاسره پاتې کېدل غواړي تا درک کوي او درسره پاتې کيږي.

2)    حدود وټاکئ
ځيني خلک د ملګرو، کورنۍ او نورو خلکو په وړاندې حد نه ټاکي. خو کله چې نور څوک د دوی پر وړاندې له حده واوړي بيا خفه وي چې ولې يې داسې وکړل او ولې يې را څخه ګټه پورته کړه. خو ستاسې مخاطبين په دې کله پوهيږي چې هغوی له حده اوښتي ځکه چې تاسې ورته خپل حد نه دی ټاکلی.

مثلاً تاسې له يو چاسره ملګرتيا کوئ، په  ملګرتيا کې مو خپل ملګري ته دا حد وټاکه چې زما او ستا تر منځ به کنځل نه وي، خو کله چې ستا ملګری دې حد ته نږدې کيږي تاسې ورته يادونه کولی شئ چې زما ټاکلي حد ته نږدې شوې، خو کله چې له دې حده واوښت بيا هغه تاسې ملامتولی هم شئ چې ته زما له حده تېر شوی يې او راتلونکي کې فکر کوه. خو که بيا يې هم دغه حد کراس کړ نو پوه شئ چې دا سړی ستاسې د حد پروا نه کوي او د بيا بيا په تکرار سره لتاسې ګټه اخلي. لنډه دا چې حدونه وټاکئ هغوی چې له حده تيريږي اړيکې ورسره پرې کړئ.

3)    د ځان ثابتولو هڅه مه کوئ
 د خلکو په ټوکو سرسري خندا، د هغوئ په کاليو دروغجن صفتونه يا داسې کړنې چې فکر کوئ په دې سره په تاسې خلکو ته ښه ښکاره شئ، د ځان ثابتولو لارې دي. څنګه چې يې هغسې ووسئ. په دې سره به هغه خلک درسره پاتي شي چې له زړه يې خوښيږئ. داسې کارونه مه کوئ چې په هغې سره نورو ته ځان ښه ثابت کړې بلکې داسې کارونه وکړه چې خپله يې خوښوې.

4)    څه چې غواړئ؛ ويې غواړئ
 ځيني خلک فرياد کوي چې ولې دده د خوښې څېز ده ته په لاس نه ورځي. په داسې حال کې چې دی هغه څېز نه غواړي.  د يو شي د ترلاسه کولو لپاره ښه اوسېدل بايد بند کړې. که نور څوک تاسې سره ښه اوسي، ډاريک ورته ورته ووايه چې څه غواړئ؟ دا معلومه خبره ده چې موږ ټول له نورو سره له دې امله ښه کوو چې نور هم له موږ سره ښه وکړي، خو په نړۍ کې دا کيسه نشته  ځيني خلک دې يوازې د خپلې ګټې لپاره کاروي. نو هغه څه چې غواړئ د ښه سړیتوب له لارې يې مه غواړئ راساً غږ وکړئ او ويې غواړئ.