د روسيې او اوکراين له جګړې وروستي او مهم مالومات 

- انګلستان د جي سېون يا اوو سترو هېوادونو په ناسته کې ژمنه کړې ده، چې اوکراين سره يو مېليارد او شپږ سوه مېليونه امريکايي ډالر مرسته کوي. د برېتانيا د خزانې يا ماليې وزير ويلي دي، چې دا مرسته د اوکراين پوځ سره کوي، چې وسلې او تجهيزات پرې پياوړي کړي. شنونکي وايي چې د انګلستان ۱.۶ مېليارده ډالرو  مرستې دا په ډاګه کړې، چې د اوکراين جګړه کې روسيې سره امريکا او متحدين يې هم ښکېل دي. 

- ملګرو ملتونو لپاره د امريکا متحدو ايالتو سفيرې د امريکا د استخباراتو د هغه پرېکړې هرکلی کړی، چې اوکرايني پوځيانو ته يې د روسي جنرالانو د وژنې او په تور سمندرګي کې د روسيې د پوځي بېړيو په نښه کولو او غرقولو ويلي دي. ځيني روسي شنونکي او رسنۍ وايي، چې امريکايي پوځيان د روزنکو په ډول اوکراين کې د اوکرايني پوځيانو سره شتون لري. 

- له بلې خوا، له اوکراينه د لوېديځې نړۍ د ملاتړ په لړ کې د کاناډا لومړی وزير په رسمي خو يو نااعلان شوي سفر اوکراين ته تللی دی. د اوکراين او روسيې د جګړې له پيل بيا تر نن د برېتانيا د لومړي وزير په شمول د لوېديځې نړۍ ګڼ مشران اوکراين ته په اعلان شويو او نااعلان شويو سفرونه تللي دي. 

- پر اروپا د روسيې د ګاز او تيلو د ورلېږد بنديزونه سبب شوي دي، چې ګڼو اروپايي هېوادونو کې د سون توکو بيې لوړې او کړکيچېن وضعيت رامنځته کړي. 

- د روسيې پوځيان تر خپل کڼترول لاندې د اوکراين يو شمېر سيمې بمبار کړې دي، چې له امله يې برېښنا غوڅه شوې ده. همدا ډول روسي پوځ د اوکراين ځيني پوځي  تاسيسات ويجاړ کړي دي. په يو بل بريد  کې روسي ځواکونو  د اوکراين د اوسپنې دولتي تر ټولو ستره فابريکه هم وروېجاړه کړې ده. 

- پر روسيې د امريکا او د هغې د ملګرو هېوادونو د تازه بنديزونو په لړ کې د روسيې په درېيو متعبرو تلويزونو چينلونو بنديزونه لګول شوي دي. 

- د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوننی بلنکېن ويلي دي چې کيف ښار ته به چارسمبالی سفير او د دپلماټانو يوه ډله ولېږي. د نوموړي په وينه د دغه کسانو امنيت به امريکايي ځواکونه ساتي او يوه ډلګۍ امريکايي پوځيان هم کيف ته لېږي.