په صنعتي سکتور کې د مزدونو او معاشاتو ډولونه -لومړۍ برخه 

ليکنه: په صنعتي سکتور کې د مزدونو او معاشاتو ډولونه -لومړۍ برخه 
برخه: اقتصادي
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/90721
 ژباړه: محمدحامد اکبري 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مزدونه او معاشات په بېلابېلو بڼو سره ورکول کیږي، چې د هغه مهم ډولونه د وخت په اساس مزد د في واحد توليد په اساس (مزداکوردـaccord) او د جایزې له مزد څخه عبارت دي، چې د مزد یاد ډولونه په صنعتي تصدۍ کې د کار په شرایطو او تولیدي عملیه پورې اړه لري.

باید یادونه وکړو چې ځینې تولیدي پروسې وجود لري چې په هغه کې د وخت او في واحد له مزد (مزد اکورد) څخه په کار اخیستلو سره په مشکله کولای شو چې کار ته د خپلې خوښې وړ مزد وټاکو، په دې ډول د جائزې سیستم له یادو دوه ډوله مزدونو سره یو ځای کیږي او د مزد او فعالیت د عدم تناسب نیمګړتیا له منځه وړي.

الف- د وخت مزد
د وخت د مزد په سیستم کې د مزدونو ورکړه د کار د وخت د مودې په پام کې نیولو سره صورت نیسي، په صنعتي تصدۍ کې د وخت په اساس مزد د تولید له حجم او مقدار سره اړيکه نه لري،بلکې د ټاکلي وخت په تېرولو لکه ساعت،ورځ،اونۍ او یا په میاشتې پورې اړه لري.

څرنګه چې په دې سیستم کې د مزدونو ورکړه په عمده ډول د هغه له فعالیتونو سره سمه نه بلکې د کار او فعالیت د وخت په اساس ورکول کیږي، نو د ورکړې له پرنسیب سره د مزدونو د ورکړې دا سیستم د فعالیت په اساس سمون نه لري.

د مزد د ورکړې دا سیستم هغه مهال پلی کیږي، چې له اقتصادي اړخه د فعالیت په اساس ورکړو ته زمینه مساعده نه وي،د بېلګې په ډول هغه مهال چې ځیرکتیا، ریښتینولي، احتیاط  او د کار کیفیت نسبت د صنعتي تولیداتو سرعت او کمیت ته مهم وي او همدارنګه هغه مهال چې د هغه سنجش او محاسبه له ترسره شوي فعالیت سره په تړاو ستونزمنه وي او یا د هغه په سنجش او محاسبې سره اضافي لګښتونه رامنځ ته کیږي؛ د مثال په توګه په هغه دندو کې چې بېلابېل او متفاوت صنعتي کارونه، د صنعتي موسساتو ترانسپورتي امور، د زیرمه تون امور او همدارنګه دصنعتي تصدۍ د دفتردارۍ امور او نور، چې پورتني یاد شوي امور د صنعتي تصدیانو د فعالیت عمده برخه ګڼل کیږي.

د دې سربېره ویلی شو چې د وخت مزد هغه مهال هم مناسب دی چې په کارونو کې په زیاتې چټکتیا سره کارګر ته جسمي او فکري صدمې او روغتیایي زیانونه اوړي او د یاد شوي اصل په پام کې نیولو د فعالیت په اساس د مزد ورکړه د تطبیق وړتیا ونه لري.

هغه مهال چې د کار سختوالی او دروندوالی په زیاته اندازه نوسان کوي او د انتظار وقفې تکراریږي چې د هغه په اوږدو کې د کار او فعالیت د ترسره کېدلو لپاره زیات تیاری نیول کیږي.په دې صورت کې د وخت مزد د مزد د ورکړې یوازینی شکل منل شوی.

د وخت د مزد ښېګڼې په دې کې نغښتې چې په آسانۍ سره سنجش کیږي، له ماشین آلاتو څخه له ناآرامۍ او بیړې پرته کار اخیستل کیږي چې دا اصل د ماشین آلاتو همداشان د تولیداتو د جنسیت د نه خرابوالي سبب ګرځي، د وخت د مزد نیمګړتیاوې دا دي چې په یوازې ډول پخپله تصدي د خراب کار او فعالیت مسووله ګڼل کیږي او د دې ګواښ د له منځه وړلو او یا لږتر لږه د کمولو لپاره باید  کارګران وڅارل شي چې دا کار د اضافي لګښتونو سربېره د خپګان سبب هم ګرځي.