څرنګه کولای شو د پردیو د یرغل مخه ونیسو؟

خبره تر دې را يا شوه چې په دې وروستيو کې د امريکا يوه سناتور مایکل والټز ویلي چې د دغه هېواد پوځيان به ډېر ژر افغانستان ته لاړ شي.

کابل کې ویسا ورځپاڼې د غوایي په اتمه لیکلی چې مایکل والټز نیوزمکس رسنۍ سره په مرکه کې ويلي چې د دوی پوځيان به ډېر ژر افغانستان ته لاړ شي.

که څه هم داسې ښکاري چې مایکل والټز دغه خبره د ځان د مشهورولو او ځانته د عامه افکارو د پام ور اړولو په موخه کړې، خو دا د افغانانو لپاره ځکه د تامل وړ ده چې که موږ خپله دفاعي برخه پياوړې نه کړو، شک نشته چې که نن نه وي، نو سبا به د دښمن له يرغل سره مخ کېږو.

له دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي و چې که بل ځل ولسمشر شي نو افغانستان ته به سرتېروي واستوي او د ده په وينا هلته پاتې امريکايي وسلې به راوړي. 

که تاريخ ته وکتل شي نو د بشر د پيدايښت له هماغه لومړيو جګړې او تېري پيل شوي او تر اوسه دوام لري.

تل زورو، کمزوري تر پښو لاندې کړي، خو دا هم ثابته شوې چې کمزوري هغه وخت د نورو له ظلم او تېريو نجات موندلی چې کله يې کورنی وحدت او يووالی موندلی، اقتصادي، پوځي او سياسي پلوه يې ځان غښتلی کړی.

تاریخ وايي چې افغانستان له پېړيو را هيسې تل له يرغلونو سره مخ شوی، يوازې په تېرو سلو کلونو کې د درېيو سترو قدرتونو، برېټانيا، پخواني شوروي اتحاد او امريکا په مشرۍ ۴۶ لوېديځو هېوادونو له خوا ورباندې پوځي يرغلونه شوي او دغه هېواد یې د اوږدې مودې لپاره اشغال کړی.

که څه هم دغه یرغلونه د افغان ولس د مقاومت او سرښندنو په نتيجه کې ناکام شوي، خو دا چې افغانانو هېڅکله پر خپله دفاعي برخه کار نه دی کړی او يايې وخت نه دی پيدا کړی، نو ځکه د يوه يرغل له ختمېدو سملاسي وروسته له بل یرغل سره مخ شوي يوو.

نور هېوادونه چې له يرغل څخه يې ځان خلاص کړی، سملاسي يې پر دفاعي برخه کار کړی او ځان يې د تل لپاره د دښمن له يرغل څخه خوندي کړی.

که موږ چین د ځان لپاره بېلګه کړو
که موږ د چين هېواد مثال راوړو ،دغه هېواد هم له وروستيو ۲۰۰ کلونو راهيسې وخت ناوخت د پرديو له يرغلونو سره مخ شوی .د مثال په توګه جاپان دوه ځله پر دغه هېواد بريد کړی او اشغال يې کړی دی.

خو چین نن ځان داسې حد ته رسولی چې نه يوازې ځان يې له يرغل څخه ساتلی، بلکې له نورو هېوادونو سره د مرستې ټټر وهي.

چې خبره رانه اوږده نه شي، هدف دا دی چې موږ اوس تازه د امریکا په مشرۍ د څه باندې څلوېښتو هېوادونو له شل کلن يرغل څخه نجات موندلی، نو لازمه ده چې اوس د چين په شان د ځان دفاعي قوت پياوړی کړو تر څو خدای مه کړه له بل يرغل سره مخ نه شوو.

که موږ په کور دننه يووالی او اتحاد ولرو، له اقتصادي پلوه پر ځان بساينې ته ورسېږو او پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاس رسی پيدا کړو، نو د بهرني دښمن دسيسو شنډول ډېر آسانه دي.

چین کټ مټ د افغانانو د اوسني وضعيت په شان صحنې تېرې کړې، يرغلونه ورباندې شوي، خو پر وړاندې يې مبارزه او مقاومت کړی او یرغلونه يې مات کړي، سختې بې وزلۍ يې تېرې کړې، خو له کلونو کلونو زحمتونو وروسته یې بالاخره ځان اوسني حد ته رارسولی.

 اوس دغه هېواد په داسې موقف کې دی چې ټولو پرمختيايي هېوادونو ته د مرستې ټټر وهي او نه يوازې دا چې په دفاعي برخه کې يې ځان ښه پياوړی کړی، بلکې په اقتصادي برخه کې د نړۍ سرخېل ګڼل کېږي.

که څوک چين ته تللي وي او د دغه هېواد بانکي سيستم، طبي سيستم، بيمې سیستم، ټکنالوژيکي او علمي سيستم، انټرنټ، صنعت، تجارت او داسې نور ....  يې لیدلی وي، نو د چين د پرمختګ درک ورته کېږي، او که موږ هم د دوی په شان زحمت تېر کړو، په اخلاص سره خپل هېواد ته کار وکړو هېڅ شک نشته چې بری به مومو.

موږ د ځان د دفاعي قدرت د پيدا کېدو لپاره عصري ټکنالوژۍ ته اړتيا لرو، موږ پياوړي بانکي سيستم ته اړتيا لرو، موږ طبي، پوځي، سياسي او مختلفو برخو کې کار او زيار ته اړتيا لرو، خو دا له نړۍ سره د متقابلو اړيکو له درلودو پرته نا ممکن کار دی.

موږ يوې ارزيابۍ او قوي فکر ته اړتيا لرو چې مثلا عصري ټکنالوژي له کومه او په څه قيمت ترلاسه کړو؟ اقتصاد مو له کومې لارې پياوړی کړو؟ له خپل جغرافيايي موقعيت څخه د اقتصاد په پياوړتيا کې څنګه استفاده وکړو؟ له خپلو پرېمانه طبيعي زېرمو څخه د استفادې لپاره څنګه معقول او سنجول شوي پلانونه جوړولای شوو؟ خپل خام مواد کوم هېواد ته صادر کړو؟  او داسې نور....

له دې انکار نشي کېدای چې زموږ په ګاونډ کې يو ډېر پياوړی اقتصادي قدرت موقعیت لري چې هغه چین دی.

که د همدې هېواد په اړه فکر وکړو، نو دغه هېواد د نړۍ په کچه د خامو موادو تر ټولو ستر مصرونکی او د پخو موادو تر ټولو ستر صادرونکی دی، د علم او ټکنالوژۍ له پلوه هم مخکښ دی.

نو موږ په دې ټولو برخو کې د چین مرستې ته اړتيا لرو او دغه هېواد کولای شي چې موږ په خپلو مرستو سره په پښو ودروي.

له ښه مرغه زموږ جغرافيايي موقعیت داسې دی چې هم د اروپا او آسيا ترمنځ د وصل مرکز کېدای شي او هم په لویه پيمانه طبيعي زېرمې او کانونه لرو چې له دې څخه په استفادې اقتصادي قوت موندلی شوو.

که موږ له دغه هېواد سره د معقولو او متقابلو ګټو په پام کې نیولو سره تجارتي همکارۍ ولرو، باور لرم چې موږ به په اقتصادي برخه کې پر ځان بسیا شوو.
یو مثال د اړيکو جوړولو دا  کېدای شي چې افغانستان خپل خام مواد د نورو هېوادونو په پرتله چین ته په آسانه توګه صادرولای شي.

له نېکه مرغه د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخ په اوږدو کې هېڅکله جګړه او یو د بل د ځمکو لاندې کېدو مسئله هم نه ده رامنځته شوې، نو کېدای شي دا يو امتیاز وي چې افغانان يې لري چې چین ته د همکارۍ لاس اور اوږد کړي او له دې هېواده د ځان د دفاعي توان په زياتېدو کې مرسته وغواړي.