څرنګه چې د ژوند دښمن مړینه ده او مرګ یو منل شوی تریخ حقیقت دی، خو خبره تنها پر مړه کېدو نه خلاصه کیږي، پر ژوندیو یې د اسلام د دین له مخې د تکفین، تدقین او نور حقونه پاتې کيږي چې له دې څخه یو هم ښځونه ده؛ څرنګه چې پښتانه تر ډېر لېرې په ژوند کې خپلوي پالي، څو نسلونو پورې په کډ کور کې په شریکه اوسیږي، دې ورته ډېر څه د دې لامل شوي دي چې دا څه د مړینې څخه وروسته هم وپالل شي؛ هغه دا چې نوموړی ټبر خپل پلرني خپلوان د لاسرسي تر کچې په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپاري او دې تر څنګ په عمومي هدیره کې دا هم لیدل شوي دي چې د هرې کورنۍ هدیره مشخصه شي.
اوس نو پورتنی متل چې (د ولبیدین ترغاښتي چې اوښتي بیا نه دي را اوښتي) دا متل چې د وردګو د خلکو تر منځ ویل کیږي ډېر څه په خپلو ټکو کې رانغاړي خو لومړی ولبیدین دا د هغه کلي نوم دی چې د وردګو د سیداباد ولسوالۍ اړوند د ګربت د غره د لړیو په امتداد په ختیځه لمنه کې د ژوند غږونه په کې اورېدل شوي دي خو یو شمېر شننونکي دا کلیمه سانسګریت نوموي چې مانا یې ِغښتلی یا مټور سړی دی کوم چې د سیمې طبیعت همداسې استوګنو ته اړتیا لري خو رسمي نوم یې عبدالمحی الدین دی او اوس نو د دې کلي له منځه تېره لاره چې د کوتل په لنډولو سره جغتو ولسوالۍ ته وصلیږي د ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده.
کله چې د وردګ ټبر لمنه وپنځېدله، د سالارو له کلي یې خپلې مېنې د ګربت د سرسبزه غره په لړیو کې پراخه کړې، که څه هم دوی د مېشت ځایونو له مخې یو له بله لېرې شول؛ څه ښه وایي (خلک په مړي او ژوندي کې یوځای کیږي) دوی لپاره د سالارو هدیره د مرکزي هدیره وه، تر ډېره هڅه وشوه چې خپل مړي په همدې هدیره کې خاورو ته وسپاري خو هغه استوګن چې د جغتو ولسوالۍ او شاو خوا سیمو کې پراته وو همدې هدیرې ته د رسېدنې په موخه چې هغه وخت ډېر ستونزمنه، لېرې او د وخت لومړنۍ لار وه ، د ژمي سخت موسم کې به واورې په کې پرتې وې، ځنګلونه او وحشي ژوي یې لرل او نور هغه په عامه اصطلاح (هرڅه له هوسه خو مړی له مجبوریته کیږي) دوی اړ وو چې دا څه وزغمي خو بیا له دې وروسته منطقوي هدیرې لکه په جغتو کې دبنګي، ګلدرې او په چک کې د شالي، ولیاتکې، خلیلي، بمبایي او نورې رامنځ ته شوې.
خو د دې متل اړوند بل تعبیر داسې هم دی کوم خلک چې د ګربت د غره لویديځې لمنې او درو ته ولاړل چې په هغه وخت کې یې ډېرې ښې طبیعي سرچینې لکه خوږې يخې اوبه، ښه هوا، ښه څړځایونه، د تسخین توکي او نور چې هلته د دایم لپاره مېشت شول بیا د هستوګنې په موخه ترغاښي دا غاړه را ونه کوچېدل دوی چې یو له بل سره لېرې شول دا لېرېوالي پورته ټکي را وټوکول او په پایله کې دې ټولو سختیو او کړاونو د تېرولو وروسته خلکو د ژبو سرته همدا پورته یاد شوی متل راوړ چې خلک یې د لاندې ټکو لپاره د استدال په موخه کاروي.
• مړي بیرته خپل کورو ته نه راځي.
• په تېر پسې زړه مه خوره.
• هرڅه وخت لري چې ترې ګټه واخلې.
• څه چې غواړې ورته ورسېږې په ژوند کې یې تجربه کړه.
• ژوند مو د اعمالو هینداره ده چې یو ځل د تاسو په واک کې درکول کیږي.
• تر ډېره موکه یو ځل وي چې په لاس درشي.
• بهېدلې اوبه بیرته نه راګرځي.
وروستي