کابل(روهي): د پاکستان مرکزي بانک په تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په وروستیو شپږو میاشتو کې یې افغانستان ته په صادراتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.
د سرچینې په خبره په دې موده کې پاکستان افغانستان ته د ۳۶۹ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرلي په داسې حال کې چې وړم کال په همدې موده کې دا شمېره ۷۴۶ میلیونه ډالرو ته رسېده.
پاکستان وایي په دې شمېرو کې پنځوس سلنه کموالی ترسترګو کېږي.
د پاکستان مرکزي بانک بیا وایي چې برعکس له افغانستان یې په وارداتو کې شاوخوا ۳،۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د سرچینې په خبره د صادراتو کچه له ۱۲۷ میلیونو ډالرو ۱۳۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
وروستي