کندز کې چاودنې پنځه تنه ټپيان کړل

کندز کې ځايي سرچينې وايي، نن شاوخوا ۸:۳۰ بجې د کندز ښار د رستاق اباد ولسوالۍ په نهمه کوڅه کې چاودنه شوې ده.
 
د سرچینو په وینا، چاودنه په یوه هټۍ کې د ځای پرځای شوي مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې ده.
 
سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې یو صراف، د هغه ورور او درې نور ټپیان شوي دي.
 
د کندز ځايي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.