کابل(روهي): ایران وایي امریکا او ځینې غربي هېوادونه هڅه کوي د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابې کړي. 

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

د نوموړي په وینا، ایران په دې هڅه کې دی چې وکړی شي له افغانانو سره د دوی د هېواد په جوړولو کې مرسته وکړي او له دغه هېواد سره ښې اړیکې ولري. 

د هغه په خبره، امریکا او ځينې نور غربي هېوادونه په افغانستان کې ناکام شول او اوس یې هڅه دا ده چې د کابل او تهران ترمنځ اړیکې ترینګلې شي خو دوی به بریالي نه شي.

قمي  وایي چې دوی د شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوالو کوربه دي او له وروستیو تحولاتو سره ددغه کسانو شمېر لوړ شوی دی. 

دا په داسې حال کې ده چې تازه یو افغان پلاوی د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو د بحث لپاره ایران ته د تګ په حال کې دی.