کراچۍ کې چاودنې څلور کسان وژلي 

روهي – ۷غویی۱۴۰۱: د پاکستان په کراچۍ کې په یوه پوهنتون کې یوې چاودنې درې چینايي محصلان او د هغوی پاکستانی ډریور وژلي دي.

پاکستان رسنیو لیکلي چې د دغې پېښې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.

د چارواکو په وینا، په دریو وژل شویو چینايانو کې د چین له خوا د جوړ شوي د کنفوسیوس انستیتیوت مشر هم شامل دی.

د معلوماتو له مخې، دا انستیتیوت د لوړو تحصیلي پړاوونو محصلانو ته د چینايي ژبې تدریس کوي.

د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي مېمون رسنیو ته ویلي، د دوی د لومړنیو تحقیقاتو ښکاري چې ښايي دا به یوه انتحاري حمله وه.