.jpg)
روهي – ۷غویی۱۴۰۱: د افغانستان د مالیې وزارت ویلي چې په تېرو اوو میاشتو کې بهر ته شاوخوا ۱۱.۸ میلیونه ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه کچه د ډبرو سکرو په صادراتو کې د پام وړ ډېروالی ښيي.
د سرچینې په وینا، دغه صادرات اکثره پاکستان ته صادر شوي دي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې افغان لوري په اوو میاشتو کې د شپاړس میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات لرل.
د دغه وزارت شمېرو له مخې، د سکرو د صادراتو له درکه افغان حکومت ته یوازې په ګمرکونو کې ۴ میلیارده افغانۍ عاید ورغلی دی.