پر اوکراين د روسيې له بريد دوه ورځې وروسته دوه مياشتې پوره کېږي. دې دوه مياشتو موده کې روسيې او اوکراين دواړو درنه زيانونه ولېدل خو جګړه يو هم نه ګټلي او نه هم بايللې ده. د جګړې په مخامخ ډکر کې روسي او اوکرايني دواړه پوځيان وژل شوي او ټپيان شوي، جګړيز وسايل او تجهيزات يې مصرف او ويجاړ شوي، اقتصاد يې منفي اغېز لېدل او نورې ستونزې. که چېرې دې جګړه کې روسيه او اوکراين په جلا جلا ډول مطالعه او د جګړې زيانونه يې وشمېرل شي، نو دواړه په توپيري ډول زيانمن شوي دي.
جګړې د اوکراين اقتصاد تر ۶۰ سلنه لاندې غورځولی دی؛ په مېليونه اوکراينيان له هېواد کډوال او په مېليونه نور يې په کور دننه د جګړې له لاسه بې ځايه شوي دي؛ د اوکراين دولتي او عامه ودانۍ لکه حکومتي ادارې، پوځي تاسيسات، سړکونه، د اورګاډي کرښې، عامه ټرانسپورټ، هوايي ډګرونه سوداګريز بندرونه بمبار او ويجاړ شوي دي؛ اوکراين کې هر ډول رغنيز او پرمختيايي کار په ټپه ولاړ او ټوله تمرکز پر جګړې دی؛ خلک يې نه فزيکي امنيت لري او نه هم روحي امنيت ور سره دی؛ لنډه دا چې، جګړې اوکراين څو اړخيز ځپلی او څومره چې اوکراين جګړه کې پاتې کېږي، نو همدومره به ساعت په ساعت تاوان کوي او زيان به مومي.
روسيې هم دې جګړه کې د پام وړ ګټه نه ده کړې؛ د اوکراين په پرتله به يې پوځيان کم وژل شوي، وسلې او تجهيزات به يې کم مصرف او له منځه تللي او همدا ډول خاوره يې نه ده بمبار شوي، خو اقتصادي بنديزونه او سياسي منزوي کېدنه هغه دوه ګوزارونه ده، چې ښايي د اوکراين پر خلاف د روسيې جګړه کې مسکو حوصله نور ختمه او روسيه يو څه ډېر جدي ګاونه واخلي.
د اوکراين او روسيې جګړه داسې پيل شوې، چې په څرګنده د جګړې په ډګر کې روسي او اوکرايني پوځيان دي، خو بيا په حقيقت کې دغه جګړه کې يوې خوا روسيه او بلې خوا د امريکا په مشرۍ د جرمني، انګلستان، ايټاليا، کاناډا، پولنډ، ډنمارک، ناروې او فرانسې په شمول نور د ناټو غښتلي هېوادونه دي.
امريکا روسيې ته جګړه درنه کړې؛ ګڼ اقتصادي بنديزونه يې پرې لګولي، سياسي ډګرونو کې يې پر روسيې فشاري چارې پيل کړې او پوځي جګړه کې اوکرايني پوځيانو ته ګڼې وسلې او پيسې ورکوي، ترڅو روسيه له بريا او وړاندې تګ لېرې کړي. هغوی چې دغه جګړه يې ژوره مطالعه کړې او څېړلې ده، په دې اند دي، چې د اوکراين او روسيې جګړه کې د روسيې پر وړاندې د امريکا متحد ايالت او د ناټو سازمان ډېری غښتلي هېوادونه مستقيمه جګړه کوي. دا چې د اوکراين يې غوندې وړوکي او د روسيې په پرتله اقتصادي او پوځي برخو کې کمزوري هېواد، د روسيې پر وړاندې دوه مياشتې جګړه او مقاومت وکړ؛ حقيقت کې د امريکا او ناټو مخامخ جګړه ده چې اوکراين کې يې روسيې سره کوي.
د لوېديځ لاسوهنې او له اوکراين ملاتړ په لومړيو کې سبب شو چې روسيه پر اوکراين بريد ته اړه کړي او بيا چې اوس وخت کې لوېديځ هېوادونه په پوځي ډګر کې د اوکراين مرسته کوي، د مشاورينو په ډول پوځيان ورلېږي او په ګڼ شمېر درنې وسلې په اختيار کې ورکوي، نو د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف هم د داسې چارو دوام د دريمې نړيوالې جګړې، هغه هم داسې نړيوالې جګړې چې اټومي وسله به په کې استعمال شي، خبرداری ورکوي. د اوکراين او روسيې د جګړې په لومړيو وختونو کې چې کله مسکو جګړه کې د امريکا او ناټو لاسوهنې ولېدې، نو د روسيې اټومي ځواک ته يې د تيارسی وويل.
د دوه مياشتو په تېرېدو سره په [پټه] د روسيې پر وړاندې د امريکا او ناټو مخامخ او څرګندې جګړې، سرګي لاروف اړ کړ چې په څرګنده ورته ووايي، دا لاسوهنې او د روسيې پر وړاندې نااعلان شوې جګړه به سبب شي، چې موږ درېيمه نړيواله او هغه هم اټومي جګړو پيل کړو.
وروستي