پکتیا کې د ځمکې ملکیت پر سر شخړې له امله دوه وروڼه وژل شوي

روهي - ٦ غويى ١٤٠١: د پکتيا په مرکز ګردېز کې د د ځمکې ملکیت پر سر شخړې له امله دښمنۍ له امله دوه وروڼه وژل شوي دي.

سرچینې ویلي چې دغه پېښه تېر ماښام د ګردېز اړوند د همت خېلو په سيمه کې شوې ده.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس خالقيار احمدزي ویلي دغه شخړه له شلو کلونو راهيسې روانه وه.

د هغه په وینا، وژل شوي کسان (ولي جان او محمود) دي چې دواړه سره وروڼه دي.

دی وايي، سيمې ته امنيتي کسان ورغلي خو قاتل له سيمې تللی او د دې موضوع په اړه به امنيتي او قضايي ادارې خپل اجراات وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه افغانان به د کوچني اختر تر ورځو پورې ټول هېواد ته راستانه شي.