له پاکستانه درې زره افغانان راستانه شول

روهي-۶ غويی ۱۴۰۱: مسوولین وايي چې په پاکستان کې د بې اسنادو بند پاتې افغانانو له ډلې ۳۰۰۰ یې بېرته راستانه شول.

تېره ورځ پاکستاني چارواکو خبر ورکړ چې د همدې مياشتې تر ۲۹مې نېټې پورې هلته بند پاتې ټول افغانان خپل هېواد ته ستانېدلی شي.

سرچینې ویلي چې په لومړۍ ورځ ۳۰۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شول.

په تورخم کې د سرحدي ځواکونو کميسار مولوي غازي الله هاشمي وايي، په پاکستان کې شاوخوا شل زره بې اسناده افغانان دي چې غواړي هېواد ته راستانه شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه افغانان به د کوچني اختر تر ورځو پورې ټول هېواد ته راستانه شي.