کابل (روهي): حکومت وایي، د پنجشنبې ورځ د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد د بریالیتوب ورځ او په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
دا.ا مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د کار او ټولنیزو چارو وزارت له قوله پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي:"پنجشنبه (د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غویی ۸ مه) د پخواني شوروی اتحاد پر وړاندی د افغانستان د خلکو د سپیڅلي جهاد د بریالیتوب له ورځې سره برابره ده."
ده لیکلي چې د هېواد د کار قانون له ۴۱ مادې سره سم دغه ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
د يادونې ده چې د ۱۳۷۱ کال د غویي په اتمه په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله کمونست پلوه حکومت ړنګ شو او واک د مجاهدینو د ځینو ډلو لاسته ولوېد چي د هغې له په ديخوا هر کال دغه ورځ نمانځل کيږي.
وروستي