ایران: نړیواله ټولنه دې پر افغانستان متمرکز شي

روهي -۶غویی۱۴۰۱: د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وايي، نړیواله ټولنه دې پر افغانستان متمرکز شي او اجازه دې نه ورکوي چې میلیونه افغان بیا کډوال شي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ دې هېواد ته د نوو ورغلو سفیرانو د اعتبارلیکونو د اخیستلو پر مهال ویلي دي.

دی وايي، ایران له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي خو غرب تل په سیمه کې ناندرۍ او جګړې جوړې کړې دي.

ده زیاته کړې چې امریکا شل کاله په افغانستان کې حضور درلود، خو له ورانۍ، ویجاړۍ او د نشه يي توکو د قاچاق له ډېرېدو پرته یې بله هېڅ پایله نه لرله. 

د ابراهیم رییسي په وینا، امریکا د همدې موخو لپاره په افغانستان کې وه او تر شل کاله جګړې وروسته یې په افغانستان کې هېڅ راز ابادي او بنسټیز کار تر شا نه دی پاتې.

ده پر نړیوالو غږ کړی چې د اوکراین له جګړې سره هممهاله دې پر افغانستان او په دغه هېواد کې پر روان بحران تمرکز وکړي.

هغه زیاتوي چې اجازه دې نه ورکوي چې میلیونونه افغانان کډوال شي او روان اقتصادي وضعیت د انسانانو ژوند واخلي.