.jpg)
روهي -۶غویی۱۴۰۱: د افغانستان نوي حکومت ایران کې خپل سفارت ته درې استازي لېږلي چې د دغه هېواد له لوري منل شوې هم دي.
ویل شوي چې نوي حکومت یو د سفارت لپاره دوېم مرستیال او دوه نور عادي کارکوونکي پېژندلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې په غبرګون کې ویلي چې د هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټانو تګ راتګ عادي خبره ده او د نوي حکومت د رسمیت پېژندل کېدو له مسلې سره کوم تړاو نه لري.
خو تر دې وړاندې دغه هېواد چارواکو ویلي و، تر هغه چې د نوی حکومت په رسمیت و نه پېژندل شي نو ایران به یې ډیپلوماټان و نه مني.
په ورته وخت کې نورو هېوادونو لکه قطر، روسیې چین او پاکستان هم د افغانستان د نوي حکومت استازي په سفارتونو کې منلي دي.