دولسي جرګې دریاست لپاره ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې

 
نن شنبه دولسي جرګې لومړنۍ ناسته وه څلور تنه هر یو یونس قانوني ، عبدالرب رسول سیاف ، میرویس یاسیني او عبدالظاهر قدیر دولسي جرګې ریاست ته کاندید و ،چې ډاکتر مهدي او لطیف پدرام دیونس قانوني په ګټه له خپلې کاندېداتور ۍ تېر شول .
وروسته سري ټاکنې ترسره شوې ،چې کاندیدانو دا ډول راېې تر لاسه کړې :
محمدیونس قانوني 84
عبدالرب رسول سیاف 77
میرویس یاسيني 44
عبدالظاهر قدیر 34
راېې ترلاسه کړې دولسي جرګې دمشرتابه لپاره او 123 راېې وروستې برید و .
ویل کیږي ،چې له ننګرهار څخه اعلان شوې وکیل عبدالظاهر قدیر د ډاکتر عبدالله عبدالله لخوا هڅولې شوې و ،چې ځان کاندید کړي .