یوناما د شیعه او هزارګانو له استازو سره د وروستیو بریدونو له امله خواخوږي ښودلې

روهي -۶غویی۱۴۰۱: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت )یوناما) مرستیالې میتي نودسن تېره ورځ د هزاره ګانو او نورو شیعه ټولنو له استازیو سره لیدلي دي.

یوناما په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې په دې لیدنه کې یې د ورستیو بریدونو په اړه له هغوی سره خبرې کړي او هم یې ورسره خپله خواخوږي وښوده.

سرچینې د هغې له قوله لیکلي:"دا مهمه ده چې د ټولو افغانانو خوندیتوب او د بشري حقونو او هم د تصمیم نیونې د یوې داسې ټول شموله مرجع مسله یقیني شي چې د افغانستان د ټولو پرګنو استازیتوب وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په کابل، بلخ او کندوز کې پردغو خلکو په وروستیو بریدونو کې -چې د ځینو مسولیت یې د اسلامي دولت ( داع.ش) منلی، په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.