کابل کې پر زرو اړمنو کورنیو مرسته وویشل شوه

روهي - ۵ غویی۱۴۰۱: د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر زرو اړمنو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې وویشل شوه.
دغه وزارت چارواکو وی چې یادې مرستو کې (اوړه، وریجې، غوړي،چڼې، لوبیا، چای او بوره) شامل وو .
د سرچینې په وینا، دغه مرسته د انګستان هېواد د(UMMAH)  خیریه بنسټ لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ پر زرو اړمنو کورنیو باندې وویشل شول. 
 سرچینې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس سید عظیم آغا له قوله لیکلي چې هغه پر نورو مرستندويه موسسو او خیریه بنسټونو هم غږ وکړ چې له دغه اغېزمن قشر (يتيمانو او معلولیت لرونکو وګړو) سره همکاري او مرسته وکړي. 
ده ویلي:" په راتلونکي کې له هغو کسانو څخه چې د مرستو کارتونه نه لري غوښتنه وکړه چې دې وزارت ته د د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه نه کوي څکه دا کارتونه اړمنو کورنیو ته ورکول کیږي او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په پوره ډاډ سره اړمنې کورنۍ په شفاف ډول تشخیص کوي او کارتونه ورته ورکوي."