ينډېکس (Yandex)؛  ګوګل سره سيالۍ کې روسی شرکت، ورته Google of Russia هم وايي 

ينډېکس (Yandex) څو  مليتي روسی شرکت دی، چې له نن ۲۴ کاله وړاندې، ۱۹۹۷ز کال کې جوړ شوی دی. روسيه کې ۷۰ سلنه وګړي او د نړۍ نورو هېوادونو کې هم ګڼ خلک له ينډېکس (Yandex)  څخه کار اخلي. دغه شرکت د برېښنايي لېږد، انټرنېتي لټون، برېښنايي سوداګرۍ، موبايل آپز، په کرښه تبليغاتو او نورو برخو کې خدمات او توليدات وړاندې کوي. 

ينډېکس له ګوګل، Baidu، Bing، او یاهو وروسته نړۍ کې د لټون پنځم تر ټولو ډېر د استفادې وړ انجن يا ماشين دی.  ينډېکس (Yandex) د ټېکنالوژۍ برخه کې روسيه کې تر ټولو ستره کمپنۍ ده او په روسيه کې له ګوګل وروسته دويم د لټون کار له  ينډېکس (Yandex) اخېستل کېږي. 

آرکادي ولوژ او آرکادي بورکوفسکي د ينډېکس (Yandex) بنسټګران دي. د دغه شرکت مرکزي دفتر مسکو کې دی او د نړۍ په لسو نورو هېوادونو کې هم  دېرش دفترونه لري. نېږدې پنځه مېليارده امريکايي ډالر کلني عوايد لري. څه باندې لس زره کسان په دې شرکت کې کار کوي. د ينډېکس (Yandex) تاريچه داسې ده، چې دغه شرکت هالنډ هېواد کې جوړ او هلته ثبت شوی دی، خو په اصل کې روسۍ کمپني ده. 

 ينډېکس (Yandex) له روسي ژبې وراېخوا پر نورو ژبو کې هم جوړ شوی دی. انګلېسي په کې ډېره استعماليږي، خو ډېر تمرکز يې په روسي ژبه دی او د روسانو لپاره له ګوګل غوره او اسانه سرچ انجن دی.

Alice (virtual assistant)
Yandex.Search
Yandex.Direct
Yandex.Disk
Yandex.Mail
Yandex.Browser
Yandex.Maps
Yandex.Market
Yandex.Eats
Yandex.Metro
Yandex.News
Yandex.Video
Yandex.Map editor
Yandex Metrica
Yandex.Music
Yandex.Afisha
Yandex.Panoramas
Yandex.Timetable
Yandex.Traffic
Yandex.Translate
Yandex.Taxi
Ya.ru او اويا نور يې توليدات دي. د ګول په څېر  ينډېکس (Yandex) وړيا برېښناليک خدمات لري، په ژوندۍ بڼه نقشه يا مپ وړاندې او لسګونه اپلېکېشن او سافټ ويرونه لري. 

 ينډېکس (Yandex) ته د روسيې ګوګل ويل کيږي او سيالي يې داسې روانه ده چې ګوګل سره مقابله وکړی شي. د افغانستان په شمول ډېری نورو هېوادونو کې هم د  ينډېکس (Yandex) له برېښناليک  سرويس ګټه اخېستل کېږي.