د اسلام کلا او دوغارون بندر بېرته پرانیستل شو

روهي -۵غویی۱۴۰۱: ایراني سرچینې وايي چې له ط.البانو سره په پوله کې تر خبرو وروسته د اسلام کلا – دوغارون بندر بېرته تېره ورځ پرانیستل شو.

د راپورونو له مخې، دغه بندر وړمه ورځ وروسته له هغه وتړل شو، چې د افغان او ایراني پوله ساتو تر منځ شخړه رامنځته شوه.

ځايي مسوولینو یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې ایراني پوله ساتي د افغانستان خاورې ته را اوښتي وو او دوی ترې یو ګاډی او څو کسان نیولي دي.

خو ایراني چارواکو بیا ویلي چې له پولې سره یې د ط.البانو له خوا د سړک پخولو مخه ونیوله چې له امله یې لانجه راپورته شوه.

رسنیو د خراسان رضوي ولایت ځکمني ټرانسپورټ د رییس مرتضی مجردي لیکلي چې د دوغارون – اسلام کلا بندر له لارې دمګړۍ سوداګریز او ټرانزیټ ګاډي او مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کولای شي.