روهي -۵غویی۱۴۰۱: پخواني ولسمشر حامد کرزي وايي، اجازه نه ورکوي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو ښوونځي همداسې تړلې پاتې شي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ له بي بي سي انګلیسي سره په مرکه کې کړې دي.

هعه د نجونو د ښوونځیو پر تړل کېدو اندېښنه ښودلې او د ا.ا دا پرېکړه یې د تاسف وړ بللې ده.

کرزي ویلي، د نجونو له زده کړو پرته د افغانستان پایښت ناشونی دی او افغانان دا اجازه نه ورکوي چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي پاتې وي.  

دی وايي، له چارواکو سره یې په لیدنو کې ډاډ تر لاسه کړی چې هغوی هم د نجونو د ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتونکي دي. 

حامد کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او قومي شوراګانو استازو له حکومت څخه د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه.