د تېلو شرکتونه به في ټن 10 ډالره د لابراتواري وسایلو د ترمیم په موخه ورکوي

روهي - ۵غویی۱۴۰۱: اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې د تېلو شرکتونه به له دې وروسته د سټنډرډ ملي ادارې ته في ټن 10 ډالره د لابراتواري وسایلو د ترمیم په موخه ورکوي. 
د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له دفتره په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت په مشرۍ، ټولګټو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان بانک، اقتصادي کمېسیون او د قراردادي شرکتونو د استازو په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د قراردادي شرکتونو د حوالو، تضمیناتو او پر پخوانۍ ادارې د دوی د پاتې طلباتو ستونزې ته یو مناسب حل پيدا کړي. 
په خبرپاڼه کې راغلي:' اقتصادي کمېسیون د ښارجوړونې وزارت هغه وړاندیز د تایید او تطبیق وړ وباله، چې له مخې یې د بیجینګ-ننګرهار ساختماني او تولیدي شرکت له لوري د پیروزي پروژې اړوند صنعتي پارک کې 150 کوچنۍ او متوسطې فابریکې جوړېږي." 
سرچینې زیاته کړې، د اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې د A80 تېلو اړوند 2700 ټنه تېل چې د افغانستان خاورې ته راوړل شوي؛ قراردادي شرکتونه به د في ټن تېلو پر سر 25 ډالره چې له دې مخکې یې د نفتو او ګازو دولتي شرکت ته ورکول، له دې وروسته به یې د سټنډرډ ملي ادارې ته ورکوي. 
د سرچینې په وینا، دغه شرکتونه به د سټنډرډ ملي ادارې ته في ټن 10 ډالره د یادې ادارې د لابراتواري وسایلو د ترمیم په موخه هم ورکوي.