بهرنیو هېوادونو ته د څارویو پر لېږد بندیز ولګېد

کابل(روهي): د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو استازو پرېکړه کړې چې په ګډه به له امنيتي مسوولينو وغواړي چې بهر ته د څارويو د صادراتو مخنيوی وکړي. 
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په يوه خبرپاڼه وايي چې د دواړو وزارتونو دا پريکړه پرون د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو د استازو تر منځ ناسته کې شوې ده.
 سرچينې دا نه دي ويلي چې د څارويو پر صادراتو ولې بنديز لګول شوی خو، تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکول کيدل چې له هيواده څاروي ګاونډيو هيوادونو، په ځانګړي ډول ايران ته قاچاق کيږي
د راپورنو له مخې،  دې چارې په کور د ننه د غوښو بیې لوړې کړې دي.