شل نړيوال سازمانونه: پېژندنه، جوړښت او اغېز يې؛ ۳- ناپییلی غورځنګ (نام)

پښتو نوم يې ناپييلی غورځنګ ليکل/ژباړل کېږي؛ Non-Aligned Movement يو نړيوال او د دولتونو ترمنځ سازمان دی، چې د ملګرو ملتونو سازمان وروسته په ۱۹۶۱ز کال کې منځ ته راغلی دی. د ياد سازمان لنډ نوم NAM ليکل کيږي، چې پښتو (نام) تلفظ کيږي. دغه سازمان کې ۱۲۰ هېوادونه او دولتونه غړېتوب لري. د غه سازمان کې د يادو دولتونو شتون او يوځای والی په دې پار دی، چې د دوی ژمنه کوي چې د نړۍ له هېڅ کوم ستر او زبرځواک هېواد سره به نه دښمني کوي او نه به يې ملاتړي او متحدين کېږي. مطلب دا چې، دا سازمان کې غړي هېوادونه بې پرې او ناپییلي دي؛ د سترو قدرتونو ترمنځ مسايلو کې بي طر ښيي؛ نه ور سره دښمني کوي او نه هم د دوی په ليکو کې دريږي. 

د دغه نړيوال سازمان د جوړېدو انګېزه داسې ده، چې ۱۹۵۰ز کال کې د سړې جګړې په لومړيو کالونو کې هندوستان او یوګوسلاویا ځانونه ناپييلي يا Non-Aligned يانې نه متحد هېوادونه اعلان کړل. د هندوستان او یوګوسلاویا  موخه دا وه، چې دوی په سړه جګړه کې د هېڅ لوري ملاتړ او مخالفت هم نه کوي. ياد وخت کې د کوريا ټاپوزمې جګړه روانه وه؛ شوروي يووالي او د امريکا متحدو ايالتو په سويلي او شمالي کورياوو د يادې ټاپوزمې د وېشنې سياستونه او جګړې کولې. د سړې جګړې په ياد تود وخت کې د یوګوسلاویا په بلګراد کې د نړۍ د يو شمېر هېوادونو مشرانو د ملګرو ملتونو سازمان په همغږي، د ناپییلیتوب غورځنګ يا Non-Aligned Movement  جوړ کړ، چې تر نن ورځې شتون لري. 

د سړې جګړې په پای ته رسېدو او د یوګوسلاویا په وېشل کېدو سره  د ياد سازمان کړنې او فعاليتونه هم يو څه اغېزمن شول. دغه سازمان کې هغه هېوادونه غړېتوب نه لري، چې د ناټو په ډول پوځي سازمانانو کې غړي وي، ځکه د  ناپییلیتوب غورځنګ ايډيالوژي بې پرې او بې طرفه پاتې کېدل دي. 

د نړۍ د ځينو هېوادونو د وخت ولسمشرانو او نورې نامتو سياسي څېرې په بېلا بېلو کالونو کې د ياد سازمان مشران پاتې شوي دي. تېر ۶۰ کالونو کې دغه کسان،  فیډل کاسټرو، نیلسن منډیلا، حسني مبارک، محمود احمدي نژاد، حسن روحاني، نیکولاس مادورو او عبدالله احمد بدوي  يو يا دوه ځلې د ناپییلی غورځنګ د سرمنشيانو په توګه دندې کړې دي. د ناپییلی غورځنګ مرکز د امريکا متحدو ايالتو په نيويارک ښار کې دی او د سرمشريزې ناستې يې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې جوړيږي. 

د لاتين امريکا هغه هېوادونه چې د امريکا متحدو ايالتو سره اړيکې نه پالي، د افريقا هېوادونه او ډېری اسياسي اسلامي هېوادونه په ناپییلی غورځنګ کې غړېتوب لري. د دغه سازمان جوړونکی او کوربه هېواد، یوګوسلاویا اوس مهال په دې سازمان کې غړېتوب نه لري.