هلمند کې ۹۰ سیمه ييز ټولګي جوړېږي

روهي ۴ غوایی ۱۴۰۱: د هلمند ولايت د پوهني ریاست مرسیتال حافظ حکیمي وايي چې د دغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۹۰ سيمه ييزو ټولګیو د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

حکیمي ویلي چې دغه ځایي ټولګي د ژغورني نړیوالې کمېټې(IRC)  په مالي لګښت جوړېږي.

د هغه په وینا، په دې سره به د نوزاد ولسوالۍ کابو ۳۱۵۰ ماشومانو، ځوانانو او ښځو ته د لومړنیو زده کړو زمینه برابره شي.

سرچینې زیاته کړې چې ۷۵ ټولګي به د نارينه وو او ۱۵ نور د ښځو لپاره ځانګړي شي.