
روهی-۴ غویي۱۴۰۱: بدخشان کې سرچینې وايي چې د یوه چسپکي ماین چاودنې له امله د دغه ولایت د کانونو رییس مولوی عبدالفتاح وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
سرچینې ويلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته یوه بجه د فیض اباد ښار په پل باغ شاه سیمه کې شوې ده.
تر اوسه د دغې مسوولیت چا نه دی منلی او نه یې حکومتي مسوولینو یې په تړاو څه ویلي.