ننګرهار کې یو ماشوم پر ډزو وژل شوی

روهي -۴ غویی۱۴۰۱: د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي چې تېره شپه جلال اباد ښار کې يو ماشوم د ريکشا سپرو وسله والو له لوري پر ډزو کې وژل شوى دى.

د وژل شوي ماشوم پلار حاجي ويس هم ویلي چې زوی یې د ښار د اوومې حوزې اړوند په زېړانو سيمه کې له يوه چک پاينټه د تېرېدو پر مهال وژل شوى دى.

هغه زیاته کړې چې تر اوسه معلومه نه ده چې زوی یې چا وژلی دی.

د جلال اباد ښار د اوومې امنيتي حوزې امر قاري سيد عالم هم دغه خبر تایید کړی دی.

خو د ټولنيزو شبکو يو شمېر کاروونکو ادعاوې کړې چې ياد ماشوم د حکومتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوى دى.