کاپیسا کې ټرافیکې پېښې له امله څلور کسان ټپیان شوي

روهي-۴غویی۱۴۰۱: د کاپیسا مسوولین وايي چې د دغه ولایت د کوهستان دوهم ولسوالۍ په جمال اغه سیمه کې د یوه کرولا موټر د چپه کېدو په پېښه کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالفتاح فایز ویلي چې په ټبیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

هغه زیاته کړې چې ټپیان روغتون کې دي او د دو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

فایز د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د سړک خرابوالی ښودلی دی.