برېټانیا: د ط.البانو په خلاف د وسله وال مخالف ملاتړ نه کوو

د افغانستان لپاره د برتانیې سفیر هیوګو شارتر وايي چې هیواد یې د ط.البانو حکومت خلاف د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي.
 
دا خبره د بهرنیو چارو وزرات په خبرپاڼه کې شوې ده.
 
هغه تېره ورځ په دوحه کې له امیر خان متقي سره لیدلي او په افغانستان کې یې وروستۍ چاودنې هم غندلي دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي: "هغه وویل چې د هیواد پالیسې یې داده چې د نوي افغان حکومت په خلاف د وسلوال مخالفت ملاتړ نکوي او نه هم دا ډول اقدامات ګټور بولي."
 
سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د برتانیې سفیر په دغه هیواد کې د کوکنارو د کښت بندېدو هر کلی کړی دی.