د ایران او افغان پوله ساتو ترمنځ له شخړې وروسته د اسلام کلا لاره بنده شوه

روهي – ۴غویی۱۴۰۱: رسنیو لیکلي چې د هرات په اسلام کلا کې ط.البانو له ایران سره په پوله کې یو سړک پخاوه  چې ایراني لوري مخالفت کړی دی.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي، افغان لوري بې له دې چې له ایراني خوا سره مخکې تر مخکې همږغي وکړي د اسلام کلا- دوغارون په سیمه کې غوښتل چې سړک جوړ کړي.

هغه ادعا کړې چې دا سړک د دوو هیوادونو ترمنځ د پولې سرغړونه وه او له همدې کبله ایراني پوله ساتو د هغه مخه ونیوله.

په اسلام کلا بندر کې د افغانستان د کمیشنر مرستیال مولوي همایون همت بیا ویلي چې د ایراني ځواکونو یو پوځي موټر د افغانستان خاورې ته راواوښت او ځايي افغان ځواکونو ونیوه.