تشو متيازو کې وينه (Hematuria) د کومې ناروغۍ او غير روغتيايي وضعيت ښوودنه کوي؟ 

رڼو متيازو (ادرار) کې وينه يوه ناروغي ده چې دوه ډولونه لري؛ يو ډول يې داسې دی چې اغېزمن کس په خپلو متيازو کې وينه کتلی او لېدلی شي او دې ډول ناروغۍ ته (gross hematuria) وايي. دويم ډول يې داسې دی، چې ناروغ نه شي کولی چې رڼو متيازو کې وينه مشاهده کړي خو  که چېرې يې متيازې د مايکروسکوپ لاندې وکتل شي نو بيا وينه په کې ښکاري او دې ډول ناروغۍ ته (مایکروسکوپیک هماچوريا)  وايي. 

د هماچوريا/Hematuria نښې نښانې 
- د هماچوريا/Hematuria  پر مهال رڼو متيازو کې وينه ډېر وخت کې وينه ښکاره نه ښکاري، خو د تشو متيازو رنګ ګلابي، سور، یا نسواري شوی وي؛ دا چې د متيازو رنګ ګلابي، سور، یا نسواري وي، نو لامل يې رڼو متيازو کې د وينې يو مقدار شتون دی. دا هم په ياد ولرئ، چې د ادرار د رنګ  هر وخت هم د هماچوريا/Hematuria  له امله نه وي؛ ځيني وخت ځانګړي خواړه او درمل هم د تشو متيازو رنګ بدلوي. 

- که چېرې ناروغي مایکروسکوپیک هماچوريا وي، نو بيا د متيازو رنګ تغير نه ښکاري خو د ادرار پر مهال سوځېدنه او درد يې نښه ده. 

- د هماچوريا/Hematuria يوه بله نښه دا ده، چې د سوزاک په ډول اغېزمن کس د ژر ژر ادرار احساس کوي خو بيا تشناب ته په تګ سره رڼې متيازې نه شي کولی. 

- هغه کسان چې د رڼو متيازو د خوشي کولو پر مهال نه شي کولی رڼې متيازې وکړي، نو ښايي هماچوريا/Hematuria  ناروغي ولري. 

- هغه کسان چې په دې ناروغۍ ککړ وي، وزن يې کميږي، کانګې ورځي، زړه يې بديږي، تبه ورځي، د خيټې درد لري او ساړه يې کېږي. 

د هماچوريا/Hematuria لاملونه 
- د هماچوريا/Hematuria يو ستر لامل پښتورګو او مثانه کې تيږه ده. هغه کسان چې تېږه ولري نو پښتورګي او مثانه يې زخمي کېږي او له امله يې ادرار کې وينه راځي. 
- د پروستات غُدې پړسېدل او کوم بل مشکل ورته پيدا کېدل هم په خپل وار سره  هماچوريا/Hematuria پيدا کوي. 
- د ادرار د لارې انتانات / Urinary tract infections  رڼو متيازو کې وينه پيدا کوي او همدا ميکروبي کېدنه کې د سوځېدو او د تشو متيازو پر مهال درد پيدا کوي. 
- د پښتورګو، مثانې او بولي مجرا سرطانونه د هماچوريا/Hematuria  شديد لامل  دی. 

که چېرې هماچوريا/Hematuria د بولي مجرا ميکروبي کېدو، مثانې او پښتورګو د تيږې له امله وي نو يو وخت وروسته له منځه ځي، خو که چېرې وينه ډېره وي، ادرار کولو پر مهال درد زيات وي او ناروغي د ډېر وخت لپاره دوام وکړي، نو بيا اړينه ده، چې د تناسلي برخې متخصص ډاکټر سره پرې مشوره وشي.