ولس هيله اوونيزه له چاپه راووته

     دولس هيلې اوونيزې شپږ  څلوېښتمه ګڼه په اتومخونوکې ،په اخباري كچه ،په ښكلي ډيزاين، په دوورنګوونو،تازه له چاپه راووته.په نوموړې اوونيزه کې پرسرليکنه سربېره  بېلا،بېل سياسي ، ټولنيز،فرهنګي،ادبي او روزنيزمطالب  راغلي ،چې دلوستونکو تنده خړوبولى شي.
     په دې ګڼه کې افغانستان ته د نړيوالو يو ځل بيا پاملرنه، ترسرليک لاندې سرمقاله ،ژباړه يوه ديني او ملي اړتيا،د كابل د پښتنو غوښتنې،د كرزي د بيوګرافۍ كتاب ،نړيوال كلى (Global village ) او فقر،ژور فكر او څېړنه لويه بريا منځ ته راوړي ،د نړۍ تر ټولو چاغ ماشوم،په سلو كې شل كاناډايان له هېواده بهر زېږېدلي دي،د كرزي له خوا بش ته سوغات ،د تاجكستان وتلې سندرغاړې منيژه ګواښل شوېده ،دادب مرغلرې ( ټوكې ،شعرونه،متلونه،انټرويو (ادبي ټوټه)، د محمد ص په هكله مالومات ،دځوان شاعرمعرفي،قيمتي وينه ( لنډه كيسه ) لنډخبرونه او رپوټونه په بېلا،بېلو مخونو كې چاپ شويدي .
      موږ تاسو ټولو درنو مينه والو او لوستونکوته په ډېره مينه دولس هيلې اوونيزې د نوې چاپ شوې شپږ څلوېښتمې ګڼې د لوستلو او مطالعې بلنه درکوو  او هيله کوو،چې د ولس هيلې د کيفيت د لاښه والي په موخه خپل نېک نظريات، پېشنهادونه ، نيوکې،خپل غوره شعرونه ، ښوونيز، روزنيز،سياسي او نور ډول، ډول  مطالب، چې دلوستونكو د پوهې سطحه لوړوي، زموږ په پته راولېږئ، څو وكولى شو ،د نوموړې اوونيزې له لارې ستاسو نظريات پرخوست سربېره د هېواد پلازمېنې كابل او نورو ګڼو ولايتونو لوستونكو ته هم ورسوو.
      درانه مينه وال كولى شي ،چې خپلې ليكنې،دولس هيلې اوونيزې په لاندې  ايمېل ادرسونو راولېږي:
                                besmillahhaqmal@yahoo.com
                                     wolas_hela@yahoo.com
                                     fazalyar_4@yahoo.com دامتيازخاوند او مسؤول چلوونكى : څېړونكى بسم الله حقمل
مرستيال : محمدشاه فضل يار.
اړيكې : ۰۷۹۹۴۴۵۳۰۰
             ۰۷۰۰۹۲۷۲۸۲